حزب اسلامي افغانستان، په بشپړه توګه د خپلو افرادو تزکیې او تربیې ته ژمن حرکت دئ
سيد سميع الله راشد
ډیر خلک په دې باور دي، چې اسلامي نړۍ مادي ځواک (مال، وسایل او جنګي سامان آلات) ته اړتیا لري او یواځې له دې لارې کولای شي خپل تېر ورک شوئ برم او پرتم اعاده کړي، د نړۍ قیادت ته را وړاندې شي او د لالهانده بشریت پراګنده نظام جوړ کړي. همدا شان په دې خبره استناد کوي چې دا امت یواځې له همدې لارې کولای شي د اسلامي نړۍ غصبه شوې جغرافیه راخپله کړي، هضم شوي مسلمان ملتونه د غربي او شرقي ښکېلاګرو له سینو را وباسي.
دا خبره تر یوه حده سمه او مهمه ده؛ خو تر دې هم ډیره اړینه هغه روحي او معنوي ځواک دئ،چې له قران سرچینه اخلي او له همدې معتبرې معنوي مرجع خروبیږي. اسلامي اخوت، پاک او ستره نفسونه، لوړ اسلامي اخلاق، خپل او بل حق پېژندل، جدي او پرېکنده هوډ او تصمیم، د دندو او مسؤلیتونو د سرته رسولو په لار کې مخلصانه سرښندنه او همدا رنګه خپلو اوچتو موخو او اهدافو ته داسې اخلاص او وفاداري چې هم د اسلامي نړۍ باور را ژوندئ کړي او هم د صف او کلیمې یووالی او وحدت اعاده کړي.
حزب اسلامي افغانستان، په بشپړه توګه د خپلو افرادو تزکیې او تربیې ته ژمن حرکت دئ، د خپلو افرادو تزکیه او تقویه ئې د روغې روزنې منشور ټاکلئ، خپل افراد د فردي ملکلفیتونو تر څنګ د ټولنیزو مکلفیتونو سرته رسولو ته را بولي، د خپلو افرادو راسخ ایمانونه د نه ماتېدونکي قوت په توګه مني. په یووالي باور لري او د اسلامي خاورې تحمیلي سرحدونه د دوي د فکري لید خنډ نشي ګرځېدلي. د مسلمانانو نړیواله مجموعه د اسلامي امت په نوم پېژني او د دې سترې مجموعې هر فرد خپل عقیدوي ورور ګڼي او همدا شان د همدې سترې جغرافیې په غیږ کې د هر مظلوم مسلمان څخه د سر او مال په قیمت دفاع کوي. په اساسي او اتفاقي مسائلو کې له مسلمان، فرد او جماعت سره د امکان تر حده مرسته کوي.
حزب اسلامي په مثبت بدلون باور لري، د افرادو مثبت بدلون د اسلامي ټولنې لومړنۍ بنسټ ګڼي.
حزب اسلامي د اسلامي ټولنې په نظم او دسپلین باور لري داسې چې ټول اخلاقي ارزښتونه ورکې په بشپړه توګه مراعات شوي وي.
دا دحزب اسلامي کومه نوې او له ځانه جوړه شوې طرحه نه بلکې دا د اسلام له ستر قاموس لوړې مرجع او بشپړ قانون څخه اخیستل شوې.
