د شوروي په غلامۍ کې د ذوب شوى جنرال مړه جسد ته پيکر مطهر ويل د ملت پر ارزښتونو ډزې دي
د شوروي په غلامۍ کې د ذوب شوى جنرال مړه جسد ته پيکر مطهر ويل، د لوى درستيز حاضري، او په شاندارو مراسمو يې په خاورو کولو ته د کمېسيون ټاکل هغه څه دي چې د ولس او جنرالانو تر منځ د اړيکو او واټن د اندازې لپاره کفايت کوي.
نبي عظيمي؛ دغه ملي ضد څېرې ټول عمر د نظامونو په پرځولو او کودتاګانو کې په ونډو تېر شو. وروستۍ کودتا يې د ملګرو ملتونو د سولې پر طرحه وه، چې د يو شمېر معلومو قومندانانو په ملتيا يې د صلحې پر ځاى کورنۍ جګړه غوره او پيل کړه.
نبي عظيمي د هغه اردو جنرال و، چې د کارمل او نجيب په مشرۍ يې د شوروي ګټو لپاره د خپل ملت قصابي کوله، له بده مرغه په تېر کې د وطن اردو ملي پاتې شوې نه ده، نه يې د نظام ساتنه کړې، نه يې د نظام د مشر او نه د ملت د اقدارو. که په راتلونکي کې هم اردو همغسې د ملت له ارزښتونو او اقدارو په واټن کې وي نو کله به د منطقې او کله د نړۍ د ګټو لپاره پر خپلو خلکو ډزې کوي.
د کابل د اور او لمبو بلوونکي عظيمي مړي ته دغسې شانداره پروټوکول ورکول د ملت پر ارزښتونو ډزې دي.
