No-IMG

د کابل او هیواد د کورنۍ جګړې اصلي عامل!

اصالت يار

 

دادی نن یې ناولی جسدافغانستان ته راوړل شو،هغه چې د۷۰۰۰۰زره کابلیانو د مرګ او میرتهداب یې کیښود.

هغه کس چې د ډاکټرنجیب او مجاهدینو ترمنځ د حتمي اوممکنه صلحې پلان یې خنثی او د قومی تعصب او نشنلزم پربناء یې د یوه ناولي ایتلاف په جوړولوسره پرکابل حمله وکړه.

هغه منحوس جنرال چې د باغ بابر،باغ داوود اونورو سیمو څخه یې د کابل ښار په توغندویې بریدونو سره په نخښه کاوه ترڅو له یوې خوا مظلوم او بې د فاع کابلیان شهیدان کړي او له بله مجاهدین چې نیژدی وه کمونستی رژیم په یوه خپلواک اسلامي،افغانی نظام بدل کړي بد نامه اوخپلو ماته خوړلیو بادارانو ته مجاني خد مت وکړي اود پناهنده ګي لپاره  روسیه کې ځانته لاره هواره کړي.

هو! هرخاین چې له دی خاورې سره سترنه پخښونکی خیانت کړی  متاسفانه بیا یې ناولي هډوکی بیرته همدغه مقدسې خاورته ددفن لپاره راوړل شوي.

ای کاش زمونږداساسي قانون جوړوونکي په اساسي قانون کې داسي یوه ماده هم وراضافه کړی چې خاینین باید ترمرګ وروسته هم په غیابي ډول محاکمه کړل شي ترڅو ټول غلامان اووطن پلورونکی  ورڅخه عبرت واخلي.

دده پلیت روح دې ترقیامته په قبرکې ناارامه اود لینن ،سټالین،کارل مارکس،انګلس سره په دوزخ کې باذن الله یوځای وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک