No-IMG

ارگ مشر غني ته د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیر د لیک مهم ټکي دا دي

1. که څه هم مونږ لا د دوحې تړون بیاکتنه بشپړه کړې نه ده، خو تر دې شېبې دې پایلې ته رسېدلي یو چې د سولې خبرې دې چټکې شي.

2. د یوه پراخ اوربند د رامینځته کولو لپاره د جګړې اړخونو، د سیمې هېوادونو او ملګرو ملتونو سره ديبلوماتیکې هڅې کوو چې:

الف- ملگرو ملتونو نه غواړو د روسیې، هند، چین، پاکستان، ایران او متحده ایالاتو د باندنیو چارو د وزیرانو یو غونډه راوغواړي چې ټول د یوه باثباته افغانستان په اړه د نظر وحدت ومومي.

ب- خلیلزاد تاسې (ولسمشر غني) او طالبانو سره د سولې یوه طرحه شریکوي چې د سولې خبرو د چټکتیا لپاره ده او دا په دې مانا نه ده چې مونږ خپل نظر په تاسو تحمیلوو. تاسې هڅوم چې په طرحه خپل رغنده نظریات ونه سپموئ.

ج- د ترکیې له حکومته غواړو د دواړو (متخاصمو) لوریو د مشرۍ په کچه یو پلاوی وغواړي او یاده طرحه دې په چټکه توګه نهایي کړل شي. تاسې نه غواړم د اسلامي جمهوریت پلاوی دې په کې (حتماً) ګډون وکړي.

د- د هر داسې حرکت او څرګندونو نه دې ډډه وشي چې تاوتریخوالی زیاتوي او سوله زیانمنوي. مونږ د ۹۰ ورځو لپاره د خشونت د کمېدو طرحه لرو چې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو مخه نیسي. تا دې ته هڅوم چې د خلیلزاد د سولې طرحه له مثبت نظره وارزوې.

3. د عبدالله په ګډون، پخواني ولسمشر او استاد سیاف سره مو ګډ کار ستایم او هیله ده دا اجماع نوره هم پراخه شي. دا ځل باید اجازه ورنه کړل شي چې افغانستان یو ځل بیا ۹۰ لسیزه تجربه کړي.

4. مونږ په نظامي لحاظ په مې میاشت (یا نهایت) کې افغانستان پرېږدو؛ حتی که مونږ افغان ځواکونو سره مالي مرسته هم وکړو، زمونږ د نظامیانو په نه شتون کې به طالبان په ډېرو سیمو  چټکه ولکه پیدا کړي. زه درته دا په واضح ډول وایم او ته هم باید زما د غږ (خبرو) له اندازه پوه شې چې په دې لیک کې (مونږ سره) راغلي همکاري څومره مُهمه ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک