No-IMG

د مسکو په هدايت نبي عظيمی او مجاهدنما کسانو په جبل السراج کې ننگينه تړون وکړ

د مشر له خولې

مشره آیا نجیب تاسې ته د مشارکتي نظام وړاندیز کړی وو.

هو ماته د ګډ حکومت وړاندیز یې کړی وو.

زما ځواب دا وو چې تاسې ( خلق او پرچم)  خپلو کې سره جوړ نشوی چې د یوې آدیالوژۍ خلک وی، مونږ سره به څنګه وچلیږي کوم چې نظریاتي واټن مو بلها لرې دی.

مشارکتي نظام مخته نه ځي، بدیل مې ورته دا وړاندې کړ چې حکومت دریم بېطرف اړخ ته وسپارل شي مدت یې تعین شي تر څو هغه وتوانیږي ټاکنو ته لاره هواره کړي بیا چې هر چا وګټه هماغه نظام مخته یوسي.

نجیب په دې توافق وکړ، د ملګرو ملتونو طرحه نهایي شوه.

په سولیزه توګه قدرت سپارل کېدو ته نجیب تیاري ونیوله.

خو د نجیب پرچمي ملګرو نبي عظیمي، جنرال آصف دلاور، داکتر وکیل، فرید مزدک..... او څو نورو د مسکو په هدایت او وساطت له مجاهد نما کسانو سره په جبل السراج کې ننګینه تړون وکړ او په ترڅ کې یې پرچمیانو د دریم ځل لپاره په نجیب کودتاه وکړه،  د بنسېوان د طرحې مخنیوي یې وکړ او د یوې کورنۍ جګړې تهداب یې کېښود.

**د بنسېوان د طرحې مخنیوي په اړه جعلي اتل خپله اقرار کوي ویدیو یوټیوب کې شته.**

تبصره: د هغې وخت د سي آی اې مشر د افغانستان لپاره وایي چې مونږ ټولو جهتونو حتی روس سره په دې توافق رسېدلي وو چې ح.ک.م.ت.ی.ا.ر او ډله یې کابل ته پرېنښودل شي.

د کابل په څنډه کې حصار شي، نړېوال او سیمیز استخباراتو دلته له یوه قوي او مضبوط اسلامي نظام څخه وېره لرله.

بیا د داسې چا په رهبرۍ چې شعارونو کې یې د روس تر څنګ په امریکا هم مرګ ویل کېدو او د هغې ټوټه کېدل یې غوښتل.

روس له دې وهم درلود چې منځنۍ آسیا آزاده نکړي د غرامت غوښتلو په بهانه تر مسکو را پسې را نشي.

ایران تر خپل غوږ داسې سني قدرت کله هم منلی نشوی چې سبا ورځ د سنيانو د ننګې په بهانه تهران کې کوم بل شاه محمود هوتکي پلترۍ ووهي.

همداسې پاکستان هم داسې قدرت نشوی لیدلی، حتی سعودی هم په دې پوه وو چې د مجاهدینو نظام منځ ته راتلل د مسلمانانو لپاره یو د اتحاد آدرس پیدا کیږي.

نو ټولو یې په مخ نیوي کې تعهد وکړ او د دې شوم هدف لپاره یې همدا نجس جنرالان وکارول کوم چې اوس یې جسد مطهر بلل کیږي.

او هغه مجاهد نما معتصب شخصیتونه کوم چې نن اتل بلل کیږی هو دوی اتلان دی د پردو د ګټو اتلان کوم چې دا القاب هم بادارانو ورکړي.

ملت کله هم داسې خاین اشخاصو ته نه د اتل لقب ورکوي او نه یې جسد مطهر بولي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک