د حزب اسلامي تاريخي لاريون د مدنيت يوه ښکلې نمونه
په دهمزنګ د حزب اسلامي مظاهره کې تقريباً لس بجې؛ زيات خلک راټول و، زه په موټر کې ناست وم، د نظم وروڼو درولي و، په همدې بهير کې مې وليدل چې يوه مېرمن له خپلې وړې ماشومې سره ( په غالب احتمال لور به يې وه) د کوټه سنګي له لوري راغله او د خلکو د هجوم منځ ته داخله شوه، غوښتل يې د سرک بل لوري ته واوړي، لاريون کوونکي په منځ نيم شول او دغې خورکۍ ته يې لار پریښوده او هغه خپله لور د لاسه نيولې په بشپړ اطمئنان د سرک بل لوري ته ورسېده؛ دا شايد په لاريون کې راټولو وروڼو ته يوه عادي خبره وه، مګر ما ته دا کار د مدنيت يوه ښکلې نمونه وه، فکر نه کوم که په دې شرائطو کې د کابل په بل کوم لاريون کې دې يوه مور له خپلې لس کلنې لور سره په دغه اطمئنان د خلکو په منځ کې سفر وکړي.
دا د پروني لاريون کوونکو د اخلاقو او د عالي مدنيت يوه معنوي څپېړه وه چې د لاريون د عُقده يي ځوانانو پر مخ ثبت شوه، هغه ځوانان چې له لاريون وړاندې يې په خپلو تبليغاتو کې ويل:
سبا به په کابل کې وحشت وي، د کابل ښاريان به ترهېدلي وي، هيڅوک به له کوره نه شي راوتلای او داسې نور...
سوله غواړو
