بلې! ستا د اسلام لېسنس باید تجدید او تمدید شي!
ستا ناکام، فاسد، محدود، انحصاري او مستبد جمهوریت څومره قیمت لري؟! چې د یو عظیم ولس اتفاقي غوښتنې، هیلې او آرزوګانې ترې قرباني شي! ته ریښتیا فکر کوې او ځان ته په دې مغرور ئې چې د یو ملک قیادي شخص ئې؟! ستا په څېر منحط او پرېوتي اشخاص نور نه موندل کېدل چې د دې فاسدې ادارې د دروازې داړونکئ ساتندوی جوړ شي. ته خپل ځان وزن کړه چې ستا ظرفیت څومره دئ! د لومړي معاون په حیث چلېنج ئې چې د محب یا فضلي له امر یوه لحظه غلفت وکړې، ستا حیثیت په دې جمهوریت کې څه دئ خبر ئې؟! ته خپل موقف تعریفولای شې؟! د اشرف، محب او فضلي د شتمنیو ساتونکي ئې، ته خیانت پېژنې؟! د مدرسې د طالب بلا د په تا وګرځي، چې ته هغه ته غلام وائي؟!
باید طالب ستا لېستس تمدید کړي، باید چې درته د وطن دوستۍ او اسلام دوستۍ درس درکړي، باید منحط او پرېوتي اخلاق د برابر کړي، باید چې محاکمې ته د راکش کړي! باید حساب در سره وکړي! ته جمهوریت نه بلکې ویرې اخیستئ ئې!
ستا کار په دې فاسده اداره کې شهکاري او د طالب جهاد خیانت دئ!
