No-IMG

د پلورل شوي کودتايي جنرال مړي د هغه په لاس پلورل شوي هيواد ته راوړل شو

پرون ورځ د پلورل شوي کودتايي جنرال مړي د هغه په لاس پلورل شوي هيواد ته راوړل شو

 هغه کودتايي جنرال چي يو وار يي د داودخان تر قيادت لاندي

د ظاهرشاه خلاف په کوتاه

بيا یي د خلق او پرچم په قومانده د داودخان خلاف په کودتاه,

ور پسي یي د روسانو په مرسته د حفيظ امين خلاف په کودتاه

له هغي وروسته یي د ډاکترنجيب په پلوي د کارمل خلاف په کودتاه

 او په وروستي ځل  یي دنظار شورا او د شمال ټلوالې په اشاره  د ډاکتر نجيب په خلاف کودتاه کي گډون درلود

  د کورنيو جګړو لپاره یي تل پاتي لار هواره کړله,

 دا څه باندي څلورلسيزي هيواد او هيواد وال د جګړو په سرو لمبو کي د همدغه شيطان دکړنو له کبله سوځيږي

نوموړی اول د‌ کابل د ګارنيزيون عمومي قومندان وو، وروسته بيا د دفاع وزارت مرستيال شو ـ

حکومت يې د جنرال علومي، جنرال اصف دلاور،جنرال فتاح،

 نجم الدين کاوياني، فريد مزدک، جنرال دوستم, محمود بريالي، عبدالحمید محتاط ,سيد منصورنادري,جنرال مومن ,جنرال بابه جان اوعبدالوکيل سر يو ځای نظا رې شورا ته ور وسپاره

 ډاکتر نجيب يې لاس تړلی د يا کفن او يا وطن د شعار په نارو له هوايي ډگر څخه د امپرياليزم د مور ( ملګرو ملتونو) په دفتر  لاس تړلې ور دننه کړ!!!

نه یی سر ورکړ او نه يي سنگر وساته بلکي عظيمي اوملګرو ئي د کورنيو جګړو تهداب کيښود ـ

 او په ډيرو ناوړه توطيو او معاهدو يې د ملګرو ملتونو پر طرحې کودتا وکړله

کابل يې په لوي لاس د متخاصمو ډلو تر منځ د جګړو په ميدان بدل کړ

د ستر کودتايي سترجنرال نبي عطيمي دا حق جوړيږي چي د قهرمان امرصاحب برخور دار احمد مسعود , ورونه يي هر ولي مسعود ,

ضيا مسعود, او د سنگر ملګري یي هر يو

جناب عبدالله,جناب قانوني ,جناب بسم الله خان ,

جناب جرئت , جناب نظامي, جناب قره بيک,جناب صالح, جناب کيهاني نادري ,  جناب مار او شال اکه دوستم,

جناب يزداني, جناب ياسين ضيا, او په ټول کي د لنډغريزم  زاړه او واړه کج کلاها په پوره اخلاص او ميني د جنازي تابوت سبا سهار د کابل د ښار په کوڅو کي وگرځوي

ترڅو د کودتايي جنرال خبيثه ارواح  د هغه د کړو اعمالو سره يو ځاي د تل لپاره په هغه هيواد کي خاورو ته وسپارل شي .

چي همدغي مرداري نطفي او ملګرو پخپلو لاسونو  يو وار په ماټرياليستانو او بل ځل په امپرياليستانو ډير ارزانه پلورلي وو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک