ټولو مؤمنو افغانانو ته د برياليو منظمو تاريخي بي ساري لاريونونو مبارکي او مننه
ځکه چې ددې تاريخي منظمو لاريونونو تر شا فقط د حزبيانو لاس نه وه بلکه د ټولو مؤمنو هغو افغانانو لاس وه چې له ظلم استبداد، فساد، فحشاﺀ، قتل غارت، غير مشروع تپلي جنګ، د افغانانو په وسيله د واشنګټن او نيويارک امنيت ساتونکي او بلاخره د پنجاب د امنيت ساتونکو تنګ راغلي، د ټامي تپلي حکومت له ټام بابا، دهغه له لومړي معاون ښاغلي هندي ايجنټ، او دوهم معاون ښاغلي مجوسي قم ايجنټ او امنيت شورا د پاکستان او او غرب ايجنټانو څخه تر دوو سپنګو تنګ راغلي دي
موږ د حزب اسلامي، پکتپالي او انديالي ټولۍ له هر هغه مؤمن افغان څخه مننه کؤ او مبارکي ورته وايو چې د حق غږ په برياليتوب کي قلمي، پزيکي، فکري حتا تصؤري يا فقط د سلام ونډه درلوده
موږ تولو شريفو هېوادوالو ته ژمنه ورکو چي که همداسي د حزب اسلامي په راتلونکو لاريونونو کي ګډون وکړئ حزب رهبري يا اجرايه شورا به هيچ ځانته ونه غواړي بلکه لکه نن ورځ فقط ستاسي دزړه خبري دزړه ارمانونه به انعکاس کړي
د نن لاريون ته هېچوک به بي مانا سترګه مه ګورئ د نن لاريون د هر بزدل په کوګل کي سور اور اچولى دى، دا د سياست قلم او ژبي دسنګر دور دى په هر چا ژوره اغېزه لري
له ټولو شريفو هيوادوالو په درنښت هېله مند يو چي نا اميده نشي د حزب اسلامي تر څنګ دخپلو اسلامي ملي غوشتنو پخاطر د دايمي سولي پخاطر ودريږي، حزب اسلامي لکه څنګه چي په 53 کاله مبارزه کي هيچکله د مالي امتيازاتو پخاطر معامله ونکړه سلهاؤ مرکي ئې رد کړي بيا به هيڅکله ستاسو په مادي او معنوي حقوقو معامله ونکړي
