د مجازي نړۍ؛ فيسبوک او د ټويټر په څېر ډېرو شيانو اوس زمونږ په ژوند کې د يو واقعيت بڼه اختيار کړې
د مجازي نړۍ؛ فيسبوک او د ټويټر په څېر ډېرو شيانو اوس زمونږ په ژوند کې د يو واقعيت بڼه اختيار کړې، نو مونږ به حتماً د الله تعالی پر وړاندې په دغو شبکو کې د خپل هر کمنټ، پوسټ، شېير او لايک حتمي حساب ورکوو، او دا هم يو ستر واقعیت دی چې په دې برخه کې هره ورځ زمونږ مخې ته ډېرې خبرې او مختلف موضوعات ښکته او پورته کېږي، نو هغه خبرې چې خرافاتي بڼه لري، د يو چا ناحقه ملاتړ او د يو چا غير عادلانه مخالفت په کې کېږي، يا سمتي، مذهبي او قومي تعصباتو ته په کې لمن وهل کېږي، نو دا ټول کارونه د (لغو) او (زُور) په زُمره کې راځي او الله تعالی په قرآن کريم کې خپل ځانګړي بنده ګان داسې ياد کړي دي چې له دغسې کارونو ځان ژغوري.
﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾ [سُوۡرَةُ الفُرقان: 72]
ژباړه: (او د الرحمان ذات بندګان هغه دي) چې د درواغو شاهدي نه وایي. او كه په كوم بابېزه شي باندې ورشي، نو د شريفو انسانانو په څېر ورڅخه تېریږي.
هدانا اللهُ جميعاً
