دېرش، څلويښت، پنځوس کلنو ته 10 نصیحتونه
▪لومړی نصیحت:
په دې عمر کې باید صحي خواړه وخوړل شي، لکه سبزي، مېوې، شیدې، ماهیان، د مارغانو غوښه. او له خوږو او زیاتو غوړو باید ځان وساتل شي.
▪دویم نصیحت:
اوبه باید ډېرې وڅښل شي، ان که سړی تږی نه یي هم، ځکه بدن کې د اوبو له کمښته خورا زیاتې ناروغۍ رامنځته کیږي.
▪دریم نصیحت :
هره ورځ باید خاما ورزش وکړل شي، که هر څومره زیات او مهم کارونه سړی ولري، بیا هم ورزش لازمي دی، ورزش یعني بدن تحریکول، که په تګ یا لامبو سره یي او یا په نورو معلومو طریقو.
▪څلورم نصیحت :
خوراک کمول، حدیث کې راغلي: بنیادم ته څو ګولې خواړه کافي دي چې ملا یې قوي کړي، د ډوډۍ جنوني مینه باید کنترول شي، په زیاتو خوړو کې هیڅ خیر نشته، په مکمله توګه د خوړو له نعمته ځان محرومول په کار نه دي، خو باید کم شي.
▪پینځم نصیحت:
تر خپله وسه موټر کارونه باید کمه شي، جومات، بازار، خپلوانو ته تګ او نور لنډ کارونه باید په پښو تګ سره ترسره شي.
▪شپږم نصیحت :
غوسه او خپګان په مکمله توګه پرېښودل، په ګڼ شمېر کارونو او بېخونده پېښو باید سترګې پټي او ځان ناخبره واچول شي، قهر، غوسه او خپګان صحت ته زیات تاوان رسوي.
▪اووم نصیحت :
لکه چې وایي: شتمني تر ځانه ښه نه ده، په دنیا او پیسو له کوروالو، خپلوانو او دوستانو سره باید هیڅکله خپګان او جنجال ونه شي، دا ټول روغتیا ته تاوان دی او رواني ستونزې رامنځته کوي، دنیا د دې لپاره ده چې ژوند پرې وکړو، نه داسې چې د هغې د ساتني لپاره ژوند وکړو.
▪اتم نصیحت :
په تېرو چارو تاسف او ارمانونه مه کوه، چې کوم کار دې له وسه نه یي د دې کمزوري شکایتونه مه کوه، څه شی چې نه لرې هغه پسې هم ایکاش ایکاش ... نارې مه وهه. قانع اوسه او دا شیان هېروه.
▪نهم نصیحت :
عاجزه اوسه! عاجزي کوه او بیا عاجزي کوه، شتمنۍ، قوت، زامن وغیره انسان مغروره کوي، په عاجزي سره به خلک مینه درسره کوي او الله تعالی به دې مقام لوړوي.
▪لسم نصیحت :
د وېښتانو سپینیدا هیڅکله دا معنا نه لري چې ژوند ختم شو، بلکې دا د دې نښه ده چې اوس د لیونتوب او کم عقلۍ وخت تېر شو او په عاقلانه توګه د ژوند کولو وخت پیل شو، له ژونده خوند واخله، د الله تعالی له حلالو نعمتونو مزې پورته کړه.
په پای کې تر دې ټولو لوی نصیحت دا دی چې لمونځ پخپل وخت ادا کوه، لمونځ لویه ګټه ده، لمونځ لویه ګټه ده او لمونځ لویه ګټه ده.
