No-IMG

تېرو 300 کالو کې د اخلاقو او معنویاتو پرته پرمختګ، د انسانانو په ټولنو کې ویجاړونکی انحطاط رامنځته کړی

یو عالم ویلي وو چې مسلمانان په ساینس او ټیکنالوژۍ کې د وروسته پاتي والي له امله او د پیسو د اسانه پیدا کولو لپاره طبیعي علومو ته مخه کوي. تکړه او ذهین مغزونو طب، انجینرۍ او ټیکنالوژۍ ته مخه کړي. ښې زده کړي پکې وکړي، لویو غربي نړیوالو شرکتونو کې دنده واخلي او هلته بیا تر تقاعده ونښلي. د دوي وړتیا او خواري د هغو نړیوالو شرکتونو په خدمت کې منحصره شي.

د دغه عالم استدلال دا وو چې د مسلمانو هیوادونو وروسته پاتي والی اصلاً دې پورې تړلی چې مسلمانان خپل تکړه او عبقري مغزونه میټافزیکي او ټولنیزو علومو ته نه تشویقوي. لکه فلسفه، تاریخ، جامعه شناسي، سیاست، اقتصاد، روان شناسي، انتروپولوژي، ادبیات او داسې نور.

بیا هم که چیرې تکړه څوک پیدا شي چې پورته علومو کې زده کړي وکړي او د علم او روایت په تولید کې نوم پیدا کړي، هغه هم ژر په غربي او نړیوالو ادارو کې د یو کارمند په توګه بوخت شي.

د دغو لیبرل ارټس علومو په مرسته ملتونه کولای شي ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ساختارونه په خپله خوښه جوړ کړي. او تر ټولو مهمه، فکري، ارزښتي او علمي خپلواکې ترلاسه کړي.

وروسته پاتي هیوادونه دا فکر کوي چې د پرمختګ یوازینی موډل د مدرنیته موډل دی. هغه موډل ظاهراً د فزیکي او طبیعي علومو د رشد نموذج ښکاري، خو په اصل کې یې ترشا ستر میټافزیک پروت دی چې هغه لیبرالیزم، سیکولاریزم، ماده پرستي او شهوت پرستي یا هیډنیزم دی.

مدرنیته یا رنسانس د همدغه ټولنیزو علومو په مټ رامنځته شوی چې نوې جهان بیني یا نړۍلید یې وړاندې کړ.

نن دوستان د ژباړې د ورځې په اړه یاداښتونه لیکي؛ کاش د الاسدیر مکانتایر، طلال اسد، وائل حلاق، مالک بن نبي، عبدالرحمن طه، او داسې نورو علماوو کتابونه وژباړې چې مدرنیته او افکار یې چلینجوي او د انسانیت او چاپیریال لپاره یې ستر ګواښ ګڼي. دا علماء وایې چې د اخلاقو او معنویاتو څخه پرته پرمختګ چې تیرو ۳۰۰ کالو کې ترسره شو، د انسانانو په ټولنو کې ویجاړونکی انحطاط رامنځته کړی.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک