که د يو ويښ ملت په توګه ترقي کول غواړو نو د ژوند په ټولو ابعادو کې به موازي پرمختګ کوو
که د يو ويښ ملت په توګه ترقي کول غواړو نو حتمي ده چې د ژوند په ټولو ابعادو کې به موازي پرمختګ کوو، يوازې د ژوند په يو بُعد کې پرمختګ نيمګړی پرمختګ وي.
په اوسني عصر کې د ژوند په ټولو برخو کې پرمختګ په بې سوادۍ سره بيخي ناممکن دی، که دا د صنعت برخه وي، د ټيکنالوژۍ برخه وي، د زراعت برخه وي، د بازار برخه وي او که د کور برخه وي، د کور برخه مې ځکه وويل چې کور يا کورنۍ د ژوند تر ټولو مهمه برخه ده او د ژوند دا مهمه برخه په ښځينه طبقې (ميندو، خويندو، مېرمنو او لوڼو) اباده ده، نو دا به څنګه ممکن وي چې د ژوند دا مهمه برخه به په بې سوادو مېرمنو ترقي کوي؟ او که د ژوند دا مهمه برخه مو د بې سوادۍ په سبب ترقي ونه شي کړی نو څنګه به ممکنه وي چې د ژوند د نورو برخو نسبي پرمختګ ته د کامل پرمختګ نوم ورکړو؟!!
پرمختګ
له_بلې_زاويې
