No-IMG

د نن سبا د خفګان بې باورۍ خرابو اړیکو زړه تنګون او ټولنیز بیلتون اساسی عوامل څه دي؟

جلال جبارخيل

 

ځینې خلک خپلې شخصي ستونزې ټولنیزې کړي بیا پر ځای ددې چې خلک یې درک کړي هغه نفر ریشخندوي کله چې د یو چا احساسات ریشخند شول هغه انسان لداسې خلکو سره اړیکه کې خپله دلچسپي ختموي ترې تښتي احساسات د انسان لویه سرمایه وي او توهین یې نه زغمونکی وي

بل دا چې زیات واده کړي انسانان خپلې وړې ستونزې هم د کورنۍ د غړو یا ملګرو سره شریکوي ممکن هغه ستونزه یو یا دوه ورځو کې خپله اتومات حل شي خو د کورنۍ غړي یا ملګري هغه ستونزه سبا د پیغور پشکل د انسان د کمزوري کولو لپاره پکاروي کله چې انسان د خپلې ستونزې د شریکولو د بدو پایلو خبر شي پوهیږي چې اشتباه یې کړې بیا نو تصمیم نیسي چې د راز کیسې به چاته نکوي

کله چې دوه انسانان د یوې ستونزې پر سر بحث کوي د حضوري او مخامخ لیدنې پر ځای مسایل پر موبایل حلوي خو دا هیروي چې د موبایل د لارې هیڅکله د جانبینو احساسات باډي لنګویچ تلوسه او اراده په هغه شکل چې غواړي له ځانه وښیي نه ښودل کیږي یعنې خلک نپوهیږي چې د کیبورډ یو ایموجي نشي کولای د یو خوښ یا دردمند زړه استازی شي

د یو چا په اړه د پوهیدو مخکې د هغه شخص په اړه قضاوت کول او د هغه قضیه د هغه د خولې پر ځای د خلکو اوریدولو هم زیات خلک له یو بل جدا کړي خلک پر ځای ددې چې یو له بل وخت او وضاحت وغواړي ځان خبر کړي زر قضاوت کوي د نن سبا د خفګان بې باورۍ خرابو اړیکو زړه تنګون او ټولنیز بیلتون نور عوامل هم کیدایشې لکه مالي او سیاسي خو دا مسایل ډیر خلک له خلکو جدا کوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک