ټولنيزې ليکنې
خپل شکایت الله ته وکړه زه خو هیڅ نسم کولی
لیکوال: الشیخ علي الطنطاوي
ژباړه: بشیراحمد الحنفي
پرون یو ډېر سپینږیری سړی زما دفتر ته راغی او راته وویل: ما لمړی د الله تعالی دروازه ټکولې اوس ستا دروازې ته راغلم غواړم خپل د مظلومیت یو کیسه درته وکړم.
ما ورته وویل مهرباني اورم مو
ده راته وویل:
زه په ځوانۍ کې تجار وم سهار به د کور څخه وتلم د خپل کلي په بازار کي مي سبزې خرڅول، څه چي مي ګټل کورته مې راوړل غوښي، جامي مي په اخیستلې او د ژوند ضرورتونه مي په پوره کول.
زه ساده سړی یم مکتب او مدرسه مې نده ویلې لیکل او لوستل خو بیخي نسم کولی خو الحمدلله خپل فرض لمونځ کوم او روژه نیسم.
...
نور ولوله
کله چې د ژوند کړۍ درباندې راتنګه شوه، د ځان آرامولو له پاره دا 14 کارونه وکړه
1. قدم وهل: په قدم وهلو سره دې ذهني حالت ښه کيږي او نوې روحيه درکوي.
2. رخصت اخيستل: يوه مکمله ورځ له کاره رخصت واخله او هغه څه وکړه چې زړه دې غواړي.
3. مرسته کول: له يوه ناپېژانده کس سره مرسته او د همدردۍ اظهار وکړه. له نورو سره مرسته او د همدرۍ اظهار دروني خوښي او سکون دربخښي.
4. کافي شاپ ته تلل: د ښار يوه مصروف کافي شاپ ته ولاړ شه يا د يوه مشهور سړک پر سر کېنه او په چوپه خوله د خپلې شاوخوا خلک ننداره کړه. هېڅ ضرور نه ده چې له چا سره خبرې وکړې.
5. پوهه ترلاسه کول: له کوم حالت ...
نور ولوله
د يوه نهايت با ارزښته انسان ۷ نخښې
۱- دې خبرې ته متوجه وي چې نورو ته له بې احترامۍ پرته هم له هغوی سره د نظر اختلاف درلودای شي.
۲- منظم او وخت پېژندونکی وي. هر کار ته پر وخت راځي او خپل مسئوليت په ښه شکل اداء کوي.
۳- د خلکو پر ظاهري بڼه قضاوت نه کوي. د هغوی عمل او چلند ورته معيار وي.
۴- خلک هڅوي، روحيه ورکوي او برياوې یې ستايي.
۵- د خپلو نږدې دوستانو په غیاب کې هم د هغوی دفاع کوي او په حق کې يې بد نه وايي.
۶- د ځينو خلکو او څيزونو پر حقيقت تر پوهېدو وروسته ه...
نور ولوله
په مينه کې وفا او احترام ډېر مهم دی
که د مشرانو او پيرانو اجازه وي او د سر امان راکوي، نو يوه خبره به د عشق په اړه زه هم وکړم.
ډېر خلک مې وليدل چې د عِشق ناسم تعریف او تعبير وړاندې کوي.
لومړی خو دوی د عشق دائره يوازې د عاشق او معشوقې (د وصل/عدمِ/وصل) تر محدودې خُلاصه کوي چې داسې نه ده.
او بيا دغه وروستی ناقص تعريف هم په ناقص بڼه تعبيروي، مثلاً دوی وايي: کامياب عشق هغه دی چې ترلاسه نه شي، هغه چې عاشق تر معشوقې ورسېد دا د عشق د ختمېدو په معنی ده.
خو زما په نظر عاشق چې کله تر معشوقې ورسېد؛ اصلي عشق له دغه ځايه پيلېږي، تر دې وړاندې حالت خو د عشق د طلب حالت و. له همدې ځايه د عشق د پاللو امتحاني مرحله پيلېږي، ځکه چې له دغه ځايه د عا...
نور ولوله
د خوب پر مهال څراغونه مړه کړئ
یوه حدیث کې راغلي رسول الله ﷺ فرمایي چې ویده کیږئ څراغونه مړه کړئ، دروازې بندې کړئ، د اوبو د لوښو خولې وتړئ او لوښي کې د پراته خوراک او څښاک سر پټ کړئ. رواه البخاري
دا خبرې په اخرت پورې اړه نه لري، بلکې دا په دنیا پورې تړاو لري، دا خصوصا ستا د کور او ستا د هغې کوټې په اړه نبوي لارښوونې دي چې ته ژوند په کې تېروې. د څراغ وژلو امر ځکه شوی چې هغه مهال یو خلاص لوښی، هغه کې پراته تېل او پلیته؛ څراغ بلل کیده، نو د هغه په اوښتلو سره د اور لګیدا خطره وه. داراز دروازې بندول وغیره ټول حفاظتي ګامونه دي.
باید متوجه شو چې زموږ د وخت څو ډوله بخارۍ ، د برق وسایل وغیره له څراغه سل چنده زیات خطرناک دي! څرنګه چې موږ له دې وسایلو سره محتاط نه...
نور ولوله
د ژوند ۱۱ مهمې خبرې چې ډېر په ځنډ يې زده کوو
۱. څومره چې کم وغږېږې، هومره به دې الفاظ ډېر وزن ولري.
۲. هره موضوع ځان ته مه راجع کوه. اصلاً خلک ستا په اړه هومره فکر نه کوي څومره چې ته خپله کوې.
۳. کله چې پر ستونزو ډېر تمرکز وکړې، له نورو ستونزو سره هم مخ کېږې. خو کله چې پر فرصتونو تمرکز وکړې، نور فرصتونه به ومومې.
۴. مهمه نه ده چې اوس دې څومره دردوي خو يوه ورځ به خامخا متوجه شې چې هڅو دې په واقعي معنا د ژوند رنګ او رُخ بدل کړی.
۵. له هر نوي کس سره چې مخ کېږې، يو مهم دليل لري. یا ستا ژوند بدلوي يا ته د هغوی ژوند بدلوې...
نور ولوله
برلاسي؛ څنګ تر څنګ ژوند کول
سُوۡرَةُ القَصَص : 83]
د اخرت هغه كور خو به د هغو خلكو لپاره ځانګړی کړو، چي په ځمکه کښي خپله برلاسي نغواړي او نه د فساد كولو اراده لري. او نېک عاقبت یوازي د پرهېزګارانو لپاره دی.
کله چې څنګ تر څنګ د اوسیدلو هوډ ولرو نو د یو بل حق ته قایل یو ، او د یو بل په حقونو تیرۍ نه کوو، او ځان د بل سره مساوي ګڼو. خو کله چې ددی خبرې په فکر شو چې څرنګه د بل څخه ډیر حقونه ترلاسه کړم، او زما خبره او غږ دی د نورو پر تله ډیر واوریدل شي ، څرنګه نور کنټرول کړم، له دغه ځای څخه ستا د برلاسي غوښتلو مزل پیل شو ، همدا (اراده) د برلاسي غوښتلو خوا ته، د صفر نقطې څخه ، د همدغه هدف په لور لومړی ګام دی ، او انتها یې واکمني ده.
کله چې په همدی سفر کې واکمن شی، د شیطان په...
نور ولوله
هر څه مه خپروئ؛ ټولنیز مصلحتونه مراعت کړئ
لاندنی آیت یو له هغو آیتونو څخه دی چې د مسلمانې ټولنې افراد هڅوي تر څو د ټولنې ګډ مصلحتونه مراعت کړي ، او په ټولنې کې د بې ځایه ګنګوسو او شایعاتو یا هم د داسې خبرو نشرولو څخه ډډه وکړي کوم چې ددغې ټولنې دنیوي مصلحتونو ته ضربه واردوي، او یا هم د ټولنې افرادو ترمنځ د ویرې، او یا هم تشویش ایجادولو باعث ګرځي.
مسلمانې ټولنې کې ولی الامر د مصلحتونو ساتونکی دی او دا دنده لري تر څو ټولنه د هغو خبرونو او شایعاتو څخه وژغوري چې د هغوی په ژوند کې د ناارامي او تشویش لامل ګرځي. په مقابل کې د ټولنې افراد هم هڅول شوي چې د هر خبر ( مثبت یا منفي) په اوریدو سره هغه د ولي الامر سره شریک کړي او له دی هخوا ددی اجازه نلري چې هر څه په ټولنه کې نشر کړي. څښتن تعالی د دغسې کار ترسره کونکو ته د شیطان پیروي کونکی صفت...
نور ولوله
در پیوند با یلدا
اگر ممالک جهان را به فعالیت کودکان تشبیه کنیم می بینیم یک کودک درس میخواند یک کودک رسم می کشد، یک کودک کار خانگی می سازد، و یک کودک پای لیچ، یخن کنده، غولک یا ترکش بر گردن، روز تا بیگاه مصروف خراب کردن خانه های زنبور است، مصروف پالیدن خانهء مینا در بالای درختان است،مصروف بریدن پر چوچه های گنجشک است.
معلوم دار است شبیه افغانستان از این نوع کودکان کدام یک است.
همین است که میبینی در افغانستان فرهنگِ دخالت در امور مردم یک فعالیت است، هرکس اگر وصلش بکشد میله یی برپا میکند ولی دشمنِ میلهء مردمِ دیگر است، جرّ وبحث در مورد یلدا را هم از همین جنس ببینید.
بسیاری مردم گرسنه می خوابند چه رسد به اینکه آنان سیب وانار و این وآن را جمع کن...
نور ولوله
دا په بشپړ ډول د مور او پلار مسئوليت دی چې د اولاد روزنې ته جدي پاملرنه وکړي
الله تعالی شاهد نيسم چې ما په ټول ژوند کې خپل مور او پلار چا ته په فحش ښکنځلو، يا د ښکنځلو په بڼه د خور، مور او ښځې په يادولو نه دي ليدلي، زه يې په ټولو اولادونو کې مشر يم، الحمد لله زما نه يادېږي چې په ټول ژوند کې به مې د چا مور، خور، مېرمن او وغيره په ښکنځلو کې ياد کړي وي او نه مې يادېږي چې خپل وروڼه او خويندې مې څوک په دغه بڼه په ښکنځلو ليدلي وي او الحمد لله چې زمونږ ماشومان هم له دغو خبرو الله تعالی ساتلي دي.
نو معلومه شوه چې اصل خبره د مور او پلار ده، د يو کور د چاپېريال جوهري مِحور مور او پلار وي، اولاد مور او پلار ته په کتلو خبرې زده کوي، کومې خبرې مناسبې دي او کومې نه، دا دوی په کور کې زده کوي، ځينې خلک د خپلو ماشومانو ناسمې تربيې په اړه د کوڅې ماحول او ماشومان بهانه کوي، خو واقعي...
نور ولوله
اوږدې پایڅې ملامتې دي!
رفيع الله کليم
کبر ستا د لباس هغه اضافي برخه نده چې درپسې زړیږي ، نه هم د پرتوګ د پايڅو لاندنی برخه ده چې ستا بوټان یې پټ کړي ، او نه هم ستا هغه ښایسته پټو دی چې ستا ظاهري ښایست او ښکلا کې رونق زیاتوي ، هیڅکله هم نه .
کبر هغه خبیثه او شیطاني تخم دی چې ستا په زړه کې ځانته د ودې دپاره ځای پیدا کوي او د وخت په تیریدو ریښې کوي او ستا د بدن هر غړۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي، او تا ته ځان په نورو بهتره ښکاري، او دغه برتري ستا د هر غړي په حرکت کې ښکاري، د نمونې په توګه :
په لین کې دریدل درته توهین ښکاري ، ته باید له ټولو مخکې شې؛
په مجلس کې پورته ځای باید ستا په برخه وي؛
په مجلس کې باید یواځې ستا خبرو ته غوږ ونیول شي؛
...
نور ولوله
يكی از بيمارىهاى خطرناک،مرضى بىصد است كه هيچگونه علامتى نداشته و ندارد
جمشيد نورزی
دعوتگر مشهور اسلامی، داكتر محمد راتب النابلسی میگويد:
«يكی از بيمارىهاى خطرناک،مرضى بىصد است كه هيچگونه علامتى نداشته و ندارد و اما مىتواند آسيب شديدى به شما وارد نمايد.
اين بيماری، مرض «عادى شدن نعمت» است.اين بيمارى چهار نشانه دارد
۱ـ اين كه نعمتهاى فراوانى داشته باشى، اما آنها را نعمت ندانى، و هيچگونه احساس [شكرگزارى] در قبالش نداشته باشى، گويى اين كه حقى كسب شده است.
۲ـ اين كه وارد خانه شوى و همه اعضاى خانواده در سلامتى بسر برند، اما «شكر خدا» را به جاى نيا...
نور ولوله
ریښتني خوشالۍ
په یوه ټلویزیوني مرکه کې انانسر له خپل میلونر مېلمه وپوښتل، په ژوند کې څه شي ډېر خوشاله کړی یې؟
سړي وویل: یوه ورځ یو نږدې ملګري له ما څخه وغوښتل چې د معیوبو ماشومانو یوې ډلې لپاره د ویلچیرونو په اخیستلو کې مرسته وکړم، مرسته مې وکړه، خو زما ملګري ټینګار وکړ چې زه ورسره لاړ شم چې پخپله معیوبو ماشومانو ته خپله ډالۍ ورکړم، نو ورسره لاړم.
ما د دوی په څېرو کې لویه خوښي ولیدله، دوی په خپلو چوکیو کې هر لوري ته حرکت کاوه، داسې د خوشالۍ خنداګانې یې کولې لکه دوی چې کوم تفریحی پارک کې وي.
مګر زما زړه ته ریښتینې خوښي یوې کوچنۍ معیوبې او یتیمې نجلۍ راوړه.
کله چې زه له تالار څخه وت...
نور ولوله
زَخم زبان خطرناکتر از زخم تیغ وشمشیر ... !!!
عُلَماء میگویند ۹۰ درصد گُناه های بُزرگ ومُهلک وخطرناکی که سبب بربادی وتباهی شخص وجامعه انسانی میشود ، ناشی از اِنحراف ولجام گُسیختگی زبان است .
بناء برای هراِنسان عاقل ومُسلمان هدفمند گوینده ونویسنده یی جداً لازم است که درهرلحظه یی از زندگی مواظب گُفتار ونوشتارخویش باشد ، یعنی کلماتی را برزبان میآورد وکسی را که مخاطب قرار میدهد ، همان کلمات خوب ویابد است که جایگاه شخصیتی وی را دردُنیا وآخرت تعیین مینماید .
خُلاصه اینکه همین زبان است که بوسیله آن اتحاد واتفاق درمیان امت قایم گردیده و درجه ونام شخص را به اثر زیادت ذِکر ویاد الله ودُعاء ونیایش وهمچنان دُرود شریف برنبی اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) تا آسمانها بلند مینماید وازهمین مَجرا ومَدرک وی مورد تحسین وتمج...
نور ولوله
د خوشالۍ راز
د یو سوداګر زوی به تل له بدبختۍ نه شکایت کاوه، پلار یې د سیمې یو حکیم ته ولیږه چې د سعادت او نیکبختۍ په معنی یې وپوهوي.
کله چې د حکیم ماڼۍته ورسید، د ماڼۍ ښکلا ته ګوته په غاښ شو.
ماڼۍ ته ورننوت، حکیم ته یې وویل: ما د نېکبختۍ په راز پوهولی شې؟
حکیم ځواب ورکړ: دومره وخت نه لرم چې په دې راز دې پوهه کړم، خو ته په دې ماڼۍ کې وګرځه او یو ساعت وروسته راشه.
په کاشوغه کې یې ورته د زیتونو تېل واچول او ورته یې وویل:ماته دا کاشوغه بېرته راوړه.. خو پام دې وي چې څاڅکی ترې توی نه شي.
ځوان ووت، د ماڼۍ په هره برخه کې وګرځېد، بیا بېرته حکیم ته راستون شو.
حکیم ورته وو...
نور ولوله
