ټولنيزې ليکنې
حُب
دا د وصل وسیله ده، مهمه دا ده چې ستا مینه او علاقه څه سره ده، دا چې په کوم قیمت یو څه ته رسېدل غواړې.
که دا کوم شخص وي هغې ته رسېدو لپاره کورنۍ له لاسه ورکوې.
که دا مال وي د هغې لپاره کلی او کور پرېږدې.
که دا راحت ژوند وي د هغې لپاره خپل وطن، کلتور او فرهنګ پرېږدې.
هو دا ټول له حُب څخه کیږی کوم چې ستا نفس یې هڅوي د یوه څه لاسته راوړلو لپاره د بل څه له لاسه ورکولو په قېمت.
دلته بعضې وخت داسې کیږی چې معنوی ارزښت له لاسه ورکوې پر وړاندې مادي ارزښت لاسته راوړې.
او کله برعکس کوم چې دې ته کم خلک زړه نیسي او له ژوند ...
نور ولوله
تر څو ژوندی يې له دې وروسته به د کوم بې چاره او فقير انسان له مجبوريته بده استفاده نه کوې
غالباً د عباسيانو د دورې حکایت دی، وايي يوه غريبه ښځه وه کورني غوړي به يې بازار ته راوړل او خرڅول به يې. کومه ورځ يوه حريص او چالاک سړي ترې په بازار کې پوښتنه کړې چې څه شی خرڅوې؟
ښځه: کورني غوړي خرڅوم.
سړی: سوچه دي؟
ښځه: هو.
سړی: ته يې راښکاره کړه چې خپله يې وګورم.
ښځې چې د غوړيو لوښی له سره راښکته کاوه، نو يو څه غوړي ترې د سړي په جامو توی شول. سړی سخت په غضب شو او سپکې سپورې يې ښځې ته وويلې.
ښځې ترې په ډېرې عاجزۍ بښنه وغوښتله، خو سړي ورته وويل چې په بښنې هيڅ نه کېږي، زما د جامو تاوان راکړه!
ښځه: د جامو تاوان دې څو دی؟
سړی: 1000 ...
نور ولوله
بس موږ نه پوهیږو او تاسي تر ټولو غوره پوهیدونکي یاست
زموږ یو استاد چې د مصر له ازهر پوهنتون نه یې په اسلامي علومو کې ماسټري لرله، په عربي ژبه باندي یې تخصصي حاکمیت درلود، د قرآنکریم مجود قاري او مفسر وو، د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې د پوهاند علمي رتبې په لرلو سره د علمي کادر غړی وو، په عقایدو، فقه، کلام، فنونو او ... کې د لسګونو علمي او څیړنیزو آثارو څښتن وو، هغه قصه کوله چې:
د ااا د لومړۍ دورې حاکمیت پر مهال مازدیګر له پوهنتون نه د کور په نیت روان شوم، په لاره کې د جماعت وخت شو او د لارې پر سر یو مسجد ته د جماعت لپاره ور وګرزیدم، له لمانځه وروسته یو څو تنه ځوانان چې احتمالاً د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې پورې تړلي وو، د مسجد په دروازه کې و دریدل او ویې ویل چې څوک به نه وزي، موږ غواړو څه پوښتنې وکړو...
نور ولوله
د انسان د دماغي پرمختگ په لاره کي تر ټولو ستر خنډ د هغه تقلیدي عقائد دي
د انسان د دماغي پرمختگ په لاره کي تر ټولو ستر خنډ د هغه تقلیدي عقائد دي. هغه بل هیڅ شی داسي نسي ولچک کولی لکه څنگه چي ئې د تقلیدي عقائدو زنځیرونه ولچک کوي. دی هغه زنځیرونه نسي ماتولی؛ ځکه دی ئې اصلاً ماتول نه غواړي او دی دغه زنځيرونه د گېڼو په څېر محبوب ساتي. هره عقيده، هر عمل، هره تگلاره چي هغه د کورنیو اقدارو او ابتدایي زدکړو او ناستو پاستو په پایله کي لاسته راوړې وي؛ هغه د ده لپاره مقدس میراث وي. دی به د دغه میراث ساتنه کوي خو د هغه د پرېښودلو جرأت نسي کولی.
ځيني وخت د موروثي عقائدو نیونه دومره سخته وي چي زدکړي او هیڅ ډول ماحول د هغه اثرات نسي خام کولی؛ زدکړي پر ماغزو یو نوی رنگ اچوي خو د هغه جوړښت ته دننه نسي داخلېدلی؛ په جوړښت کي دننه تل د نسلونو، کورنيو او پرلپسې پېړ...
نور ولوله
يو اسائش پرسته ځوان کله هم د سخت مزدور کار دنده پر مخ نشي وړلی
يو اسائش پرسته ځوان کله هم د سخت مزدور کار دنده پر مخ نشي وړلی، چې تر څو موږ خپل وجود د مزدور کار په څير ونه روزو او کار ونکړو موږ به کار نشو کولی .
په همدې ترتيب زموږ دماغ هم دي، موږ فکر کوو چې د ټولو انسانانو دماغ په يو وزن او رنګ دي، ټول انسان له دماغو نه يو شان کار اخیستلی شي او يو ډول کار کوي .
نه دسې نه ده ....!
لکه څنګه چې بدن د سختو کارونو لپاره چمتو کيږي، په همدې ترتيب دماغ هم تمرين او چمتو کيږي، لکه څنګه چې د بدنونو وزن او رنګ يو خو کار کې يې توپير وي په همدې ترتيب دماغ هم وي .
موږ ټول عمر خپل دماغ په اسائش کې وساتو او د مسايلو حل کولو پر وخت ترې د غټو کارونو اخيستلو کوښښ کوو، دماغ...
نور ولوله
انسان ټولنيز مخلوق دی، يعنې له ټولنې پرته آسوده ژوند نه شي کولی
ټولنه يعنې کورنۍ، دوستان، د کار او درس ملګري او نور خلک.
دغه ټول ذکر شوي خلک په اړيکو تړل شوي دي او اړيکې په ښه تعامل سره ژوندۍ او روغې ساتل کېږي، کله هم چې انسان په دغو اړيکو کې خپل تعامل ته پاملرنه ونه کړه، يعنې خپلو الفاظو او لهجې ته متوجه نه شو، يعنې د په الفاظو او لهجه کې يې د سپکاوي او تکبر رنګ پيدا شو، نو په ټولنه کې د انسان اړيکې په خرابېدو کېږي او په کرار کرار به ترې کورنۍ، دوستان، د کار او درس ملګري فاصله اخلي او يا به يې ورسره اړيکه بې خونده او سړه کېږي.
په دې حالت کې هم ممکن ځينې اړيکې په بشپړ ډول قطع نه شي او د يو بل علت په خاطر به وصل شوې پاتې وي، خو هغه خوند او سکون به په کې نه وي، د کوم چې توقع کېږي.
لذا انس...
نور ولوله
ټولنيزي رسنۍ
که ته یو افراطي شخص ئې؛ پر معتدلو اسلامي حقوقو باور نلرې؛ هر اصلاحي نقد ته تخریب او سازش وايې؛ خپل سیاسي یا مذهبي مشر ته د معصوم عن الخطاء په سترگه گورې او بیا دا توقع لرې چي هغه په هر صورت غیرِمسئول واجب الاحترام دئ؛ نو اصولاً خو زما د ملگرو په لیست کي نباید موجود اوسې؛ زه به له تا او ته به تل له ما مأیوسه کېږې! بلکي ما به ستا وجود نه ځوروي خو ته به راسره په عذاب ئې!
زه له هیڅ معتدل انسان سره ستونزه نلرم؛ که څه هم زما فکري مخالف وي؛ مسلک او جهت، ژبه او نسل، سیاسي نظریه او گوند دي هیڅ ما نه خفه کوي؛ هغه وخت مي ستونزه درسره پیدا کیږي چي زما وال ته په دې هدف راسې چي هر څه به ستا د ذوق او شوق مطابق لیکم؛ څه شی ولیکم او څه شی نه؟ دا کار ممکن نه دئ.
پر خپله پاڼ...
نور ولوله
دا ژوند یو لوی امتحان دی، او بیا هر نعمت جدا جدا د دې امتحان یو څپرکی دی
له دې جملې مال او شتمني هم یو نعمت دی خو په عین وخت کې یو امتحان هم دی. ځیني خلک روزي پراخه لري خو خبر ندي چې دوي په استدراج کې دي، الله ج یې یو دم را نیسي..
په دې اړه حدیث:
و عن عقبة بن عامر أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ( إذا رأيت الله يعطي العبد ما يحب وهو مقيم على معصيته ، فإنما ذلك استدراج ) ، ثم تلا " فلما نسوا ما ذكروا به " الآية .
رواه أحمد في مسنده
د عقبة بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: چې کله مو څوک ولیدل چې الله ج ورته هر څه ورکړي وي او دا انسان په ګناه او معصیت اخته وي نو دا انسان په استدراج کې دی (یعني تدریجي به یې الله ج را نیسي) بیا یې دا ایت تلاوت کړ: &q...
نور ولوله
هر انسان د خپل معرفت او شُهرت په دائره کې يو مثبت او متفاوت انسان دی
د هند فلمي ستوري عامر خان په اړه په ټولنيزو شبکو کې ډېرو خلکو ليکنې کړې دي او ستايلی يې دی چې متفاوت انسان دی، مطلب له نورو خلکو د هغه متفاوت اوسېدل يې د توصيف وړ بللي دي.
خو واقعيت دا دی چې په مونږ او تاسو کې الله تعالی هر انسان لکه د انسانانو د ګوتو د متفاوتو نښانونو په څېر، په خواصو او عاداتو کې متفاوت پیدا کړی دی، يعنې هر انسان کولی شي چې د خپل معرفت او شُهرت په دائره کې يو مثبت او متفاوت انسان واوسي چې خلک يې په ښه نوم نوم وپېژني، خو غم دا دی چې مونږ او تاسو خپل تفاوتونه نه شو ساتلی، عُمده دليل يې زمونږ ځانغوښتنه او يا هم د ځان نهپېژندنه ده، داسې چې په مونږ کې ځينې هغه دي چې د ځانغوښتنې د مرض پر بنسټ نور خلک نه پرېږدي چې متفاوت واوسي، له خلکو غواړي چې خدای ورکړي تفاوتونه شاته و...
نور ولوله
مومن هميشه د خواهشاتو او ايماني کيفيت په کش مکش کې حصار وي
په دنيا داري او خواهشاتو کې ښکېل کېدلو نه بعد بيرته په خپل کيفيت پوهه شي چې زه بايد خپل ايماني کيفيت برقرار وساتم .
خو کله نا کله انسان په خواهشاتو کې دومره غرق لاړ شي چې ځان سره محاسبه کول ورته ناممکنه شي .
ستړی، ستومانه، د يو خواهش تکميل پسې د بل خواهش پيل کول، سرګردانه، د شخصيت ضايع کيدل، بالاخر انسان د خواهشاتو پوره کولو معتاد شي او يو لامتناهي کنده کې روان يي .
انسان په خپل مرض نه پوهېږي خو بيا هم د ستړيا احساس کوي.....!
دا ډول انسان لږ راوسپړئ زړه يې بې سببه ډک وي .
عقل مند خلک ژر خپل اندورن حس کوي او غبي خلک بيا دومره فکرمند نه وي...
نور ولوله
ما و زردشتیان جدید
تحسین ما از نوروز با تعبیر زردشتیان جدید از نوروز فرق دارد،بسیار فرق دارد.
ما به این روز از منظر بهار می بینیم،از منظر تقویم هجری شمسی میبینیم که تاریخ خطهء ما با ریاضی دانان و امیران دانش پرور آن گره خورده است.
ما به این نام از زاویهء زیبایی خود این نام می بینیم که نوروز است،جنبهء لغوی این نام حسن آفرین است،از تازگی می گوید به تازگی فرا میخواند.
اما تعبیر زردشتیان جدید از این روز زنده سازی آیینی است که دیر زمان است در خطهء ما مرده است، وفات کرده است،کاش تنها این باشد بلکه تعبیر آنان از نوروز طعن و تضاد و بد و رد گویی بر اسلام است که دین هدایت ما است،دین نیاکان چهارده قرن ماست.
اگر موضوع نیا...
نور ولوله
په اوونۍ کې څو ورځې کار پکار دی؟
تېر کال بريتانيا کې د يوې لويې سروې په نتيجه کې معلومه شوې وه چې د بريتانیا %91 شرکتونه او کاروباري ادارې په اوونۍ کې فقط څلور ورځې کار د پنځه ورځې کار په مقابل کې مفيد او مؤثر بولي او اعلان يې کړی چې دې کاري روټين ته به دوام ورکړي.
دې سروې ته د شرکتونو او کاروباري ادارو رئيسانو او منېجرانو ويلي وو، په اوونۍ کې څلور ورځې کاري روټين د دوی د کارکوونکو پر رواني صحت او کاري وړتيا ښه تاثير درلود. سروې ته د مختلفو شرکتونو کارکوونکو ويلي وو چې څلور ورځني کاري روټين د دوی ذهني فشار کم کړی او په دې توګه خپلې کورنۍ او د شخصي ژوند نورو کارونو ته هم کافي رسیده ګي کولای شي.
دا سروې په دفاترو او کارځايونو کې د اوونۍ د کاري ورځو د شمېر او د هغو د اغېزو په اړه تر ټولو لوي...
نور ولوله
مسافره وروره او مسافرې خورې
اکرام الله واحدي
چې خارج ته راشي فکر کوي چې غمونه، دردونه او حتی مرګ یې هم وطن کې پرېښود. دلته نو بیا هر څه هېر کړي. بیا ورته هغه لمونځ هم یو اضافي بوج ښکاري (نعوذبالله من ذالک).. لباس خو سملاسي پردی شي. حیا، ستر او پرده هم ځینو خلکو ته کوم ارزښت نلري. ټول تمرکز په مادیاتو شي، حلال او حرام مکس شي. د الله ج ذکر او یاد نه غافل شي. امیدونه اوږده اوږده شي. زړونه سخت شي، ګناه کومه ملامتیا نه بلل کیږي. هرې روا ناروا ته به توجیه لټوي....
او د ځینو دې خبرو ته به هک پک شې چې درته ووایي: دا خو څه وطن نه دی دلته هر څوک ازادي لري لکه سړی چې ووایي چې دلته نعوذبالله بنده ګۍ نه هم ازاد یم.
البته دا خبرې په ټولو صدق نکوي، زمونږ ...
نور ولوله
موږ تل ولي د نبي علیه السلام د ژوند پر یوه برخه ډېر تمرکز کوو !؟
موږ تل ولي د نبي علیه السلام د ژوند پر یوه برخه ډېر تمرکز کوو !؟ د نبي علیه السلام پر غزواتو ( جګړو ) ډېر ږغېږو خو پر اخلاقو یې کم ږغیږو ، د هغه پر مسکینۍ ډېر ږغیږو آن تر دې چي په خېټه پوري د لوږي څخه ډبري تړلي وي ، خو کله چي بیا هغه ته غنیمتونه راتلل مال ورسره وو پر هغه برخه یې بیا کم ږغیږو .
موږ همېش د قارون مال غندو ، خو د سلیمان علیه السلام د مال او دولت په اړه بیا نه ږغیږو
د بلعم بن باعوراء کیسه تقریبا د ټولو زده چي مال او دولت یې لری د هغه په خاطر له ایمان خلاص سو ، خو د عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه چي ډېر لوی تاجر او مالداره وو د هغه پر مال او دولت بیا بحث نه کوو.
پکار ده چي موږ د ژوند هر اړخ تشریح کړو چي په هر حالت کي وو همغسي ژوند ورسره...
نور ولوله
د مور او پلار سره نیکي یا بِرالوالدین دا نه دی چې ووایو ولا بس مور او پلار راسره کور کې دي
اکرام الله واحدي
د مور او پلار سره نیکي یا بِرالوالدین دا نه دی چې ووایو ولا بس مور او پلار راسره کور کې دي؛ خوراک، څښاک او درمل ورکوو او بیا په ډېر افتخار ووایو چې مونږ خو د مور او پلار درست خدمت کوو.
دا خدمت خو په اجوره هم خلک کوي..
نه داسې نه ده، اصلاً خبره دا ده چې والدینو سره باید داسې چلند وکړو چې ریښتیا هم په شرعي بِرالوالدین کې حساب شي، مثلاً:
ـ د خپل ژوند یوه مشخصه برخه هغوي ته وقف کړو او دا د هغوي د خدمت او پالنې په نوم کړو.
ـ چې کله مور او پلار مونږ ته وګوري سترګې یې یخې شي او خوښي وکړي.
ـ د مشورې محور ی...
نور ولوله
