No-IMG

انسان له خپل ځان سره دښمني پيل کړې او د تباهۍ خوا ته روان دی!

د هارورډ پوهنتون يوه نوې طبي څېړنه وايي، هغو کسانو کې په سرطان د اخته کېدو پېښې په حيرانوونکې بڼه زیاتې شوي چې عمرونه يې تر 50 کالو کم دي او په وروستيو لسيزو کې زېږېدلي. څېړنه د مثال په توګه وايي، هغه کسان چې تر 1960 کلونو وروسته زېږېدلي، د هغو کسانو په نسبت پکې د سرطان پېښې زياتې دي چې تر 1950 وروسته زېږېدلي.

څېړنه وايي، شراب څښل، چاغښت او سګريټ څکول په اوسنيو انسانانو کې د سرطان ناروغۍ تر ټولو لوی لاملونه دي. غوړ، سره کړي او خواږه خواړه او سره غوښه هم د سرطان لاملونه بلل شوي. څېړنه وايي، اوس وخت کې د سرطان په 14 ډولونو کې 8 يې د معدې يا هاضمې سيسټم سرطانونه دي.

د څېړنې بيخي مهمه نکته دا ده چې وايي، په اوسنيو انسانانو کې د خوب کمښت هم د دې لامل شوی چې ډېر خلک په سرطان اخته شي. اوسنی نسل په نوې ټکنالوژۍ کې د مصروفيت او ډيپريشن له امله په کم خوبۍ اخته دی.

څېړنه وايي، له سرطاني ناروغيو څخه د ځان ژغورنې ښه طريقه دا ده چې انسانان منظم ورزش او پرهېز وکړي، د غوړو، سره کړو او خوږو خوړو پر ځای طبيعي او ساده خوړو ته مخه کړي، سګريټ څکول پرېږدي او کافي خوب وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک