د نورو قومونو په عیبونو تر نیوکې مخکې د خپل قوم په عیبونو نیوکه وکړئ
د انسانانو لپاره د اسلام د مبارک دين ستر پيغام همدا دی چې لومړی به د خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپل قوم، د خپل ګوند او د خپلې ډلې تېروتنې، ناسم افکار او ظالمانه دودونه نقد کوې، مقابله به يې کوې، د دې کارونو د مثبت بدلون او اصلاح لپاره به معقوله او د تطبیق وړ مبارزه کوې، ګنې د خپل ځان، کورنۍ، قوم، ګوند او ډلې پرېښودل او يوازې د بل او نورو په عيبونو مصروفېدل؛ خپله د هوس او شيطان غوښتنو ته لبيک ويل دي او دا داسې يو ناسم او غير عادلانه عمل دی چې هر پيغمبر يې پر وړاندې کلکه مبارزه کړې ده.
په دې ارتباط د دکتور علي الوردي رحمه الله دا وينا ډېره په زړه پورې او پر واقعيت ولاړه ده چې ليکلي يې دي:
رسول الله عليه الصلاة والسلام خپل ستر پیغام (رسالت)د دې لپاره نه و راوړی چې خپل قوم یا یوه قبیله دې پر بلې غالبه شي، بلکې د هغه رسالت (د ټولو بشري قومونو لپاره) یو ټولنیز انقلاب و، په همدې اساس يې د نورو قومونو په عیبونو تر نیوکې مخکې د خپل قوم په عیبونو نیوکه کوله.
