هر انسان د خپل معرفت او شُهرت په دائره کې يو مثبت او متفاوت انسان دی
د هند فلمي ستوري عامر خان په اړه په ټولنيزو شبکو کې ډېرو خلکو ليکنې کړې دي او ستايلی يې دی چې متفاوت انسان دی، مطلب له نورو خلکو د هغه متفاوت اوسېدل يې د توصيف وړ بللي دي.
خو واقعيت دا دی چې په مونږ او تاسو کې الله تعالی هر انسان لکه د انسانانو د ګوتو د متفاوتو نښانونو په څېر، په خواصو او عاداتو کې متفاوت پیدا کړی دی، يعنې هر انسان کولی شي چې د خپل معرفت او شُهرت په دائره کې يو مثبت او متفاوت انسان واوسي چې خلک يې په ښه نوم نوم وپېژني، خو غم دا دی چې مونږ او تاسو خپل تفاوتونه نه شو ساتلی، عُمده دليل يې زمونږ ځانغوښتنه او يا هم د ځان نهپېژندنه ده، داسې چې په مونږ کې ځينې هغه دي چې د ځانغوښتنې د مرض پر بنسټ نور خلک نه پرېږدي چې متفاوت واوسي، له خلکو غواړي چې خدای ورکړي تفاوتونه شاته وغورځوي او ټول دې ځانونه د دوی په څېر او يا د دوی د خوښې او د دوی د ترسيم کړي معيار مطابق جوړ کړي او يو شمېر بيا هغه دي چې د ځان نه پېژندنې پر اساس خپله د نورو اشخاصو تر تاثير لاندې ځي او خپل تفاوتونه دلاسه ورکوي.
تفاوتونه
مونږ
له_بلې_زاويې
