په اوونۍ کې څو ورځې کار پکار دی؟
تېر کال بريتانيا کې د يوې لويې سروې په نتيجه کې معلومه شوې وه چې د بريتانیا %91 شرکتونه او کاروباري ادارې په اوونۍ کې فقط څلور ورځې کار د پنځه ورځې کار په مقابل کې مفيد او مؤثر بولي او اعلان يې کړی چې دې کاري روټين ته به دوام ورکړي.
دې سروې ته د شرکتونو او کاروباري ادارو رئيسانو او منېجرانو ويلي وو، په اوونۍ کې څلور ورځې کاري روټين د دوی د کارکوونکو پر رواني صحت او کاري وړتيا ښه تاثير درلود. سروې ته د مختلفو شرکتونو کارکوونکو ويلي وو چې څلور ورځني کاري روټين د دوی ذهني فشار کم کړی او په دې توګه خپلې کورنۍ او د شخصي ژوند نورو کارونو ته هم کافي رسیده ګي کولای شي.
دا سروې په دفاترو او کارځايونو کې د اوونۍ د کاري ورځو د شمېر او د هغو د اغېزو په اړه تر ټولو لويه او معتبره سروې بلل شوې وه. د همدې روانې فبرورۍ مياشتې په پيل کې د راتلونکو شپږو مياشتو له پاره په امتحاني ډول په آلمان کې هم د څلور ورځني کاري روټين قانون عملي شو.
اټکل دی چې لنډه موده وروسته په اوونۍ کې د څلور ورځني کار روټين د نړۍ په نورو برخو کې هم عملي شي.
