د انسان د دماغي پرمختگ په لاره کي تر ټولو ستر خنډ د هغه تقلیدي عقائد دي
د انسان د دماغي پرمختگ په لاره کي تر ټولو ستر خنډ د هغه تقلیدي عقائد دي. هغه بل هیڅ شی داسي نسي ولچک کولی لکه څنگه چي ئې د تقلیدي عقائدو زنځیرونه ولچک کوي. دی هغه زنځیرونه نسي ماتولی؛ ځکه دی ئې اصلاً ماتول نه غواړي او دی دغه زنځيرونه د گېڼو په څېر محبوب ساتي. هره عقيده، هر عمل، هره تگلاره چي هغه د کورنیو اقدارو او ابتدایي زدکړو او ناستو پاستو په پایله کي لاسته راوړې وي؛ هغه د ده لپاره مقدس میراث وي. دی به د دغه میراث ساتنه کوي خو د هغه د پرېښودلو جرأت نسي کولی.
ځيني وخت د موروثي عقائدو نیونه دومره سخته وي چي زدکړي او هیڅ ډول ماحول د هغه اثرات نسي خام کولی؛ زدکړي پر ماغزو یو نوی رنگ اچوي خو د هغه جوړښت ته دننه نسي داخلېدلی؛ په جوړښت کي دننه تل د نسلونو، کورنيو او پرلپسې پېړیو دودونو لاسونه کار کوي.
