No-IMG

حُب

 

دا د وصل وسیله ده، مهمه دا ده چې ستا مینه او علاقه څه سره ده، دا چې په کوم قیمت یو څه ته رسېدل غواړې.

که دا کوم شخص وي هغې ته رسېدو لپاره کورنۍ له لاسه ورکوې.

که دا مال وي د هغې لپاره کلی او کور پرېږدې.

که دا راحت ژوند وي د هغې لپاره خپل وطن، کلتور او فرهنګ پرېږدې.

هو دا ټول له حُب څخه کیږی کوم چې ستا نفس یې هڅوي د یوه څه لاسته راوړلو لپاره د بل څه له لاسه ورکولو په قېمت.

دلته بعضې وخت داسې کیږی چې معنوی ارزښت له لاسه ورکوې پر وړاندې مادي ارزښت لاسته راوړې.

او کله برعکس کوم چې دې ته کم خلک زړه نیسي او له ژوند خوند اخلی د حقیقت وصل ته شیبې شمارې.

کله څوک ابراهیم ادهم شی حقیقي حُب یې له تخت را ښکته ملنګۍ ته یې کېنوي.

د برعکس مثالونه یې زرګونه دی

لکه څرنګه چې قرآن وایي ( زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنْطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الْمَآبِ )

زینت او ښکلا ورکړل شوې خلکو ته د شديدي علاقې نفساني غوښتونو  لپاره د ښځو،  اولاد.....

هو د ښځې حُب که زور واخلي او له معیاري حد واوړي بیا حیواني شی کېدای شی مور او پلار در باندې هېر کړي.

همداسې د اولاد د جنون تر حده مینه خور او ورور درنه هېر کړي.

د مال مینه درنه معنوي ارزښتونه واخلي، د اولاد د راتلونکی په قېمت داسې لار اختیار کړې کوم چې هلته مال ډېر وي.

هغه چې وایي نفس ظالم دی دلته سړی پرې اقرار کولای شی.

بلخوا که مثبت اړخ ته یې راشو دا حُب دی چې تا تر حقیقت رسوي کوم چې خپله رب خپل محبوب مخاطبوي

قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ

ووایه ای د الله جل جلاله محبوبه: که تاسې الله جل جلاله سره مینه لری زما متابعت وکړی، ترڅو رب هم تاسو سره مینه وکړي.

او ستاسو ګناهونه در وبښي، او الله جل جلاله بښونکی او مهربان ذات دی.

که آیت ته ځير شو نو د الله جل جلاله له استازي څخه پیروي، د الله جل جلاله مینه له بنده سره او د الله جل جلاله بې ساری بخشش دې کې انغښتي چې ته هغې سره حُب اختیار کړې.

او کله چې خبره د حُب الرسول کیږي بیا نو خپله د رب استازی وایي چې

فوالذي نفسي بيده، لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من والده وولده.

قسم مې دی په هغه چا چې زما نفس یې لاس کې دی، مومن کېدای نشی یو تن له تاسو تر څو زه ورته له خپل مور او پلار ګران ونه وسېږم.

هو حقیقت ته رسېدل همداسې لیونۍ مینه غواړي،  داسې حُب چې شیرین ترین څوک چې مور او پلار دی له هغوی دې مینه ور تېره شی بیا ته ادعا د حُب الله و الرسول کړای شې.

کوښښ مې وکړ د زړه خبرې په قلم ونغاړم خو ومې نشوی کړای یوه نړۍ معذرت لوستونکو که مو مطلب ترې وانخست.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک