No-IMG

يو اسائش پرسته ځوان کله هم د سخت مزدور کار دنده پر مخ نشي وړلی

يو اسائش پرسته ځوان کله هم د سخت مزدور کار دنده پر مخ نشي وړلی، چې تر څو موږ خپل وجود د مزدور کار په څير ونه روزو او کار ونکړو موږ به کار نشو کولی .

په همدې ترتيب زموږ دماغ هم دي، موږ فکر کوو چې د ټولو انسانانو دماغ په يو وزن او رنګ دي، ټول انسان له دماغو نه يو شان کار اخیستلی شي او يو ډول کار کوي .

نه دسې نه ده ....!

لکه څنګه چې بدن د سختو کارونو لپاره چمتو کيږي، په همدې ترتيب دماغ هم تمرين او چمتو کيږي، لکه څنګه چې د بدنونو وزن او رنګ يو خو کار کې يې توپير وي په همدې ترتيب دماغ هم وي .

موږ ټول عمر خپل دماغ په اسائش کې وساتو او د مسايلو حل کولو پر وخت ترې د غټو کارونو اخيستلو کوښښ کوو، دماغ مو کار نشي کولی او بالاخر په سترګو مو تياره شي .

ځينې خلک د شکل او بدن نه ډېر واړه او کمزوري وي خو هغه په دماغو دومره کار کړی وي چې سلګونو نفرو دماغ هم نشي ور رسېدلی .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک