مسافره وروره او مسافرې خورې
اکرام الله واحدي
چې خارج ته راشي فکر کوي چې غمونه، دردونه او حتی مرګ یې هم وطن کې پرېښود. دلته نو بیا هر څه هېر کړي. بیا ورته هغه لمونځ هم یو اضافي بوج ښکاري (نعوذبالله من ذالک).. لباس خو سملاسي پردی شي. حیا، ستر او پرده هم ځینو خلکو ته کوم ارزښت نلري. ټول تمرکز په مادیاتو شي، حلال او حرام مکس شي. د الله ج ذکر او یاد نه غافل شي. امیدونه اوږده اوږده شي. زړونه سخت شي، ګناه کومه ملامتیا نه بلل کیږي. هرې روا ناروا ته به توجیه لټوي....
او د ځینو دې خبرو ته به هک پک شې چې درته ووایي: دا خو څه وطن نه دی دلته هر څوک ازادي لري لکه سړی چې ووایي چې دلته نعوذبالله بنده ګۍ نه هم ازاد یم.
البته دا خبرې په ټولو صدق نکوي، زمونږ په هېوادوالو کې ډېر تقوی داره، عزتمند، با دیانته او نېک خلک هم په دې ټولنو کې فوق العاده ډېر دي او داسې خلک پکې شته چې تقوی پسې یې د سړي غبطه وشي. رب دې توفیق ورکړي.
.......................................................................
نو مسافره وروره او مسافرې خورې:
.......................................................................
مرګ ناڅاپي راځي. د قبر سختیو، د سوال و ځواب هیبت او د قیامت مشقت نه هره ګړۍ په وېره کې اوسه.....
مونږ هر یو چې کله د یو اسلامي محیط نه داسې ځایونو ته راشو، دا نو بیا د یو بل امتحان پیل وي او دې امتحان کې د ناکامۍ فیصدي فوق العاده لوړه ده مګر دا چې څوک ډېر فکرمند وي او د ښو خلکو سره ناسته پاسته ولري. قرآن، مسجد، او دیني حلقاتو سره تړاو ولري. د اولاد تربیه په ټولو نورو کارونو مقدمه کړي او د اخرت سودا په دې فاني دنیا ونکړي.
که یوه لنډه خبره وکړم تاسو ته به عجیبه ښکاره شي، خو.... بس اوس به ترې تېر شم....
