ټولنيزي رسنۍ
که ته یو افراطي شخص ئې؛ پر معتدلو اسلامي حقوقو باور نلرې؛ هر اصلاحي نقد ته تخریب او سازش وايې؛ خپل سیاسي یا مذهبي مشر ته د معصوم عن الخطاء په سترگه گورې او بیا دا توقع لرې چي هغه په هر صورت غیرِمسئول واجب الاحترام دئ؛ نو اصولاً خو زما د ملگرو په لیست کي نباید موجود اوسې؛ زه به له تا او ته به تل له ما مأیوسه کېږې! بلکي ما به ستا وجود نه ځوروي خو ته به راسره په عذاب ئې!
زه له هیڅ معتدل انسان سره ستونزه نلرم؛ که څه هم زما فکري مخالف وي؛ مسلک او جهت، ژبه او نسل، سیاسي نظریه او گوند دي هیڅ ما نه خفه کوي؛ هغه وخت مي ستونزه درسره پیدا کیږي چي زما وال ته په دې هدف راسې چي هر څه به ستا د ذوق او شوق مطابق لیکم؛ څه شی ولیکم او څه شی نه؟ دا کار ممکن نه دئ.
پر خپله پاڼه چي هر څه لیکې؛ دلته ما د خپل زړه خبري ته پرېږده؛ که مي له خبري سره اختلاف لرې؛ اختلاف څرگند کړه خو خپله رأیه مه راباندي تحمیلوه؛ که ډېر راڅخه په عذاب وې اَن فالو، اَنفرېنډ بلکي د بلاک آپشن وکاروه؛ هیڅ گیله نه کوم.
زه نه ړوند قامپرست یم؛ او نه لېونی افراطي؛ نه جنوني وطنپرست او نه د غربي افکارو عاشق؛ زه د اخوان له نظریې متأثر یم؛ د هر ډول تشدد (هغه تشدد چی د "أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ" له فلسفې سره په ټکر کي وي) مخالف یم؛ اگر که هغه تشدد د مجاهد له طرفه هم وي. زه له استعمار سره دښمني لرم؛ بنیادي انساني حقوقو ته ژمن په ځانگړي توگه د مېرمنو د حقیقي اسلامي حقوقو طرفدار؛ روشن فکر یم هومره نه چي له دین څخه مي پرې بېزاره سم؛ علم دوست او ادب دوست یم؛ د خپلو خلکو، خاوري او دوستانو سره مینه لرم. دا مي مختصر تعارف دئ؛ که دي خوښ وي را سره راځه او که نه نو لاره جلا کړه.
پر ټولنیزو رسنیو له تېرو غالباً دوولسو کلونو تجربو څخه مي دا زده کړي چي ټولنیزه رسنۍ یوازي د خپل خبري د اظهار یوه محدوده او اوس مقیده وسیله ده؛ دا ممکن د خپلو افکارو د ترویج لپاره مناسب ځای وي خو د بحث او مباحثې ځای بالکل نه دئ؛ بالخصوص د کمنټونو آپشن چي هلته یوازي ټرولنگ کېدلی سي؛ بحث نه... دلته موږ د یو بل د اورېدلو او کتلو لپاره راځو؛ د یو بل د قانع کولو لپاره نه. دا پلېټ فارم اصلاً د دې کار لپاره جوړ نه دئ.
دلته دومره زیات مواد پراته دي چي د خپلو خوښو موادو پوري په یوه کلِک ځان رسولی سې؛ او له نا خوښو موادو څخه دي بیا په یوه کلِک ځان خلاصولی هم سې؛ دا چي کوم کلِک وهل غواړې دا به ستا فیصله وي. بس همدا مي عرض دئ:
ژوند وکړه او خلک ژوند ته پرېږده؛ خپل نظر بیان کړه او نور هم د نظر اظهار ته آزاد پرېږده؛ خوښ اوسه خلک خوشاله وساته! درنښت
