انسان ټولنيز مخلوق دی، يعنې له ټولنې پرته آسوده ژوند نه شي کولی
ټولنه يعنې کورنۍ، دوستان، د کار او درس ملګري او نور خلک.
دغه ټول ذکر شوي خلک په اړيکو تړل شوي دي او اړيکې په ښه تعامل سره ژوندۍ او روغې ساتل کېږي، کله هم چې انسان په دغو اړيکو کې خپل تعامل ته پاملرنه ونه کړه، يعنې خپلو الفاظو او لهجې ته متوجه نه شو، يعنې د په الفاظو او لهجه کې يې د سپکاوي او تکبر رنګ پيدا شو، نو په ټولنه کې د انسان اړيکې په خرابېدو کېږي او په کرار کرار به ترې کورنۍ، دوستان، د کار او درس ملګري فاصله اخلي او يا به يې ورسره اړيکه بې خونده او سړه کېږي.
په دې حالت کې هم ممکن ځينې اړيکې په بشپړ ډول قطع نه شي او د يو بل علت په خاطر به وصل شوې پاتې وي، خو هغه خوند او سکون به په کې نه وي، د کوم چې توقع کېږي.
لذا انسان که رښتيا هم په ټولنه کې آسوده ژوند غواړي نو له ده سره په اړيکو کې پاتې خلکو ته دې متوجه شي چې له دوی سره يې تعامل يعنې د افهام او تفهيم وسائل (الفاظ او لهجه) څنګه دي؟!
اړيکې
تعامل
له_بلې_زاويې
