موږ تل ولي د نبي علیه السلام د ژوند پر یوه برخه ډېر تمرکز کوو !؟
موږ تل ولي د نبي علیه السلام د ژوند پر یوه برخه ډېر تمرکز کوو !؟ د نبي علیه السلام پر غزواتو ( جګړو ) ډېر ږغېږو خو پر اخلاقو یې کم ږغیږو ، د هغه پر مسکینۍ ډېر ږغیږو آن تر دې چي په خېټه پوري د لوږي څخه ډبري تړلي وي ، خو کله چي بیا هغه ته غنیمتونه راتلل مال ورسره وو پر هغه برخه یې بیا کم ږغیږو .
موږ همېش د قارون مال غندو ، خو د سلیمان علیه السلام د مال او دولت په اړه بیا نه ږغیږو
د بلعم بن باعوراء کیسه تقریبا د ټولو زده چي مال او دولت یې لری د هغه په خاطر له ایمان خلاص سو ، خو د عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه چي ډېر لوی تاجر او مالداره وو د هغه پر مال او دولت بیا بحث نه کوو.
پکار ده چي موږ د ژوند هر اړخ تشریح کړو چي په هر حالت کي وو همغسي ژوند ورسره عیار کړو .
تل د فقر او مسکینۍ په اړه بحث کول ، او دا چاري ته خلک دعوت کول بیا حکومتونه په خپل مسؤلیت کي پاته راولي ، هیواد د اقتصادي بحران سره مخ کیږي ، انسان ته شک پیداکوي چي حکومتونه په خپل اقتصادي برنامه کې نامه سوي اوس د دې لارې خلکو ته په فقر او مسکینۍ قناعت ورکوي چي ګواکي اسلام داسي وایې.
یو شتمن عبادت کونکی که صدقه وکړي هم د عبادت او هم صدقي ثواب ګټلی سي ، خو غریب بیا تنها د عبادت د ثواب مستحق دی .
