No-IMG

مومن هميشه د خواهشاتو او ايماني کيفيت په کش مکش کې حصار وي

په دنيا داري او خواهشاتو کې ښکېل کېدلو نه بعد بيرته په خپل کيفيت پوهه شي چې زه بايد خپل ايماني کيفيت برقرار وساتم .

خو کله نا کله انسان په خواهشاتو کې دومره غرق لاړ شي چې ځان سره محاسبه کول ورته ناممکنه شي .

ستړی، ستومانه، د يو خواهش تکميل پسې د بل خواهش پيل کول، سرګردانه، د شخصيت ضايع کيدل، بالاخر انسان د خواهشاتو پوره کولو معتاد شي او يو لامتناهي  کنده کې روان يي .

انسان په خپل مرض نه پوهېږي خو بيا هم د ستړيا احساس کوي.....!

دا ډول انسان لږ راوسپړئ زړه يې بې سببه ډک وي .

عقل مند خلک ژر خپل اندورن حس کوي او غبي خلک بيا دومره فکرمند نه وي.

بيا چې کله زړخت راشي او انسان په خپل ضعفونه پوهه شي، بيرته الله طرف ته متوجه شي .

په ځوانۍ کې د الله پاک قربت حس کول کمال والو ته نصيب کيږي، ګناه د هر ځوان نه کېږي خو بيرته توبه ويستل، بيرته الله ته ستنيدل، په خپله خطا ژر پوهه کيدل د قوي ځوانانو نښه ده .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک