ټولنيزې ليکنې

د مېړه پر خلاف ښځه پارول

    رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې مېړه ته د هغه ښځه دوکه کړي؛ هغه زموږ له امت څخه نه دی. "تخبیب" یعني ښځي ته داسې خبرې کول چې هغه د خاوند پر خلاف وپاریږي. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: لَيْسَ مِنَّا مَنْ خَبَّبَ امْرَأَةً عَلَى زَوْجِهَا. رواه أبو داود     ښځې ته هره داسې خبره کول چې له مېړه یې خوا بده شي، هغه سره خپه او پر خلاف یې وپاریږي؛ تخبیب او ښځه دوکه کول دي او دا شرعا حرام او ناروا کار دی، متاسفانه دا کار اکثره هغه څوک کوي چې ځان د ښځي خواخوږی ګڼي او ان ځینې کم عقلي مېندې هم په شعوري او ناشعوري توګه دا کار کوي، دا په حقیقت کې د ښځي خواخوږي نه ده، بلکې دا د هغې ژوند او کورنۍ تباه کول دي. ...
نور ولوله

چاته هم په ټيټه سترګه مه ګوری

وایي یو وخت کوم تجار بهلول ته راغی ورته وویل چې ای بهلولو دانا:  څه واخلم چې ګټه وکړم. ده ورته وویل واښه واخله،  سړی حیران شو خو دا کار یې وکړ، کال ته یې وچکالي شوه د هند او نورو سیمو تجاران چې راتلل خپلو آسونو،  اوښانو ته یې واښه په لوړه بیعه اخیستل، ده ډېره ګټه وکړه. سړی مغرور شو بیا ورغی بهلول ته یې وویل: ( بهلول دیوانه چه بخرم). بهلول لېونیه څه واخلم: ده ورته وویل پیاز واخله، ده هم ښه ډېر واخیستل هغه ټول خوسا شول. ورغی بهلول ته چې دا دې څه ډول مشوره راکړه دا خو ټول خوسا شول. بهلول ورته وویل هغه چې ګټه دې وکړه هغه د دانا خبره وه دا...
نور ولوله

د احتکار حرمت

    ‏رسول الله ﷺ  فرمایي: له بهر نه سامان راوړونکی تاجر ګټه او روزي ترلاسه کوونکی دی او محتکر (د ګټې لپاره سامان ساتونکی) لعنتي او د الله له رحمته لېري دی. عن ابن عمر أن رسول الله ﷺ  قال: الجالب مرزوق، والمحتكر ملعون. رواه ابن ماجة والحاكم والدارمي     بل حدیث کې راغلي، رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې خوراکي توکي څلوېښت شپې د قیمته کیدلو په نیت وځنډوي؛ نو دی له الله نه بېزاره دی او الله له ده نه بېزاره دي. قال النبي ﷺ: من احتكر الطعام أربعين ليلة فقد برئ من الله، وبرئ الله منه. رواه أحمد والحاكم ‏د هیواد محترمو خطیبانو صاحبانو نه په درنښت هیله کوم چې سبا د جمعې خُطبې د ‎#احتکار موضوع ته ځانګړې کړي. او فېسبوکیا...
نور ولوله

ټولنې ته د یو شخصیت وړاندې کېدونکی انځور د شخصیت ټول تصویر نه وي

ټولنه لکه آینه داسې ده، ټولنې ته د یو شخصیت وړاندې کېدونکی انځور د شخصیت ټول تصویر نه وي، په عموم کې د انسانانو طبیعت داسې دی چې هغوی د خپلو شخصیتونو خوړل شوی، رژېدلی، سولېدلی او ناقص اړخ له خلکو پټوي او هڅه کوي خلک یې یوازې هغه ښایسته او سینګار شوی اړخ وویني. په همدې اساس باید د یو چا د شخصیت په یو ښه اړخ یا د ښه سړیتوب په کوم مظهر په هغه د ملایکې ګومان ونه شي. دا خبره برعکس هم صحیح ده، په خصوص کې ځینې وخت ځینې خلک د شخیت واقعاً ښه اړخونه لري، خو د هغوی د شخصیتونو ښایسته اړخونه ټولنې ته نه ښکاره کېږي، دا کار د دې په خاطر هم کېږي چې دا خلک یا قصدا د خپل شخصیت ښکلي اړخونه ټولنې ته ښودل نه غواړي، یا یې رقیبانو او مخالفینو د تبلیغاتو په زور د دوی د شخصیتونو ی...
نور ولوله

د نړۍ کنجوس سړی

میرچن ترانسیسکو" .. د نړۍ تر ټولو د شوم سړي لقب ګټلی و... لباس او خوړو ته یې هيڅ ارزښت نه ورکاوه، پتلون ته به یې پیوندونه پراته وو، د کرسمس په اختر کې یې ملګرو یو جوړ نوی لباس ورکړ، څو یې په دې طریقه پوه کړي چې دی ډېر کنجوس سړی دی، کله چې له رخصتۍ نه راستون شو، هم هغه زوړ لباس یې پر تن و، ملګری یې خبر شول چې ورکړې جامې یې د انترنت له لارې پلورلې وې... د هغه له مړینې وروسته خلک پوه شول چې میرچن د هغو سازمانونو لپاره تر ټولو زیاته بسپنه ورکونکی و چې د بې کوره ماشومانو ساتنه کوي، او د هغه بسپنه  19 مليونه ډالرو ته رسیده ..** دې سړي په کومه فلسفه کې ژوند  کاوه؟!!!خپله ټوله خوښي یې د بې کوره ماشوم له یوې خولې موسکا ځار کړه..!** ...
نور ولوله

ارزښت

●د يوې خور ارزښت له هغه چا وپوښته چې خور نه لري. ●د لسو کلونو ارزښت له هغه مېړه او ښځې وپوښته چې تازه له يو بل څخه جدا شوي وي. ●د څلورو کلونو ارزښت د پوهنتون له فارغ شوي محصل څخه وپوښته. ●د يوه کال ارزښت له هغه زده کوونکي وپوښته، چې په سالانه ازموينه کې ناکام شوی وي. ●د يوې مياشتې ارزښت له هغې مور څخه وپوښته چې مړ ماشوم یې نړۍ ته راوړی وي. ●د يوې اوونۍ ارزښت د يوې اوونيزې له هغه ايډېټر څخه وپوښته،چې تمامه اوونۍ يې پرې تېره ...
نور ولوله

د ښه او خوشحاله ټولنيز ژوند لپاره بايد کله کله په ځينو شيانو سترګې پټې کړو

په سر او ږيره کې چې کوم سپين ډکي لرو د هغو خبرو تاوان دی چې نه يې شو کولای په زوره او ښکاره يې ووايو،  خو هسې نورو ته وايوو چې دا ارثي همداسې سپين شوی دي. که مو نننی عقل او پوهه درلودلی پروني کارونه مو نه کول ، ولې خو که پروني کارونه مو نه وای کړي ننتۍ عقل او تجربه به مو نه لرله. هغه څه چې درباندې تېر شوی دي مه ترې ډارېږئ ، ويې منئ ځکه هماغه پرون دی چې ستاسې نن یې جوړ کړي دی يوهٔ غريب سړي دری مالټې په بازار کې واخيستلې لومړۍ يې چې سپينه کړه خرابه وه د دويمه يې چې پوټکی واړاوه هم خرابه وه جګ شو د بریښنا ګروپ يې خاموش کړ او درېيمه يې په تياره کې سپينه کړه او ويې خوړه نو د ښه ژوند او خوشحاله فردي او ټولني...
نور ولوله

هيڅوخت د هغو خلکو د ژوند ارمان مه کوه چې له منځه يې خبر نه يې

هيڅوخت د هغو خلکو د ژوند ارمان مه کوه چې له منځه يې خبر نه يې ، حسادت  د ځان په کم ګڼلو او کمزوري توب يو ډول اعتراف دی. هر زړه يو نه يو غم او درد لري خو د بيانولو طرز يې فرق کوي. څوک يو چټاک مشکل او ستونزې لري ، يو من يې مخ تروش او خپه نيولی وي. څوک بيا يو خروار ستونزې لري خو مشکل او غم يې تر خپلې موسکا لاندې پټ کړی وي. دروېش درانی وايي: پر مړو کتو مې پر زړګي باندې باڼه تېروې زما د کور پر کاڼي ما وته چاړه تېروې د يار په زړه باندې به ستا اوښکې اثر ونکړي پر دې غوړ لوښي به تر څو سړې اوبه تېروې لمر مخې ياره ستا خويونه ...
نور ولوله

تاوتریخوالی او توندي په تدریج سره د انسان په مزاج کې ځای نیسي

تاوتریخوالی او توندي د یو انسان مزاج ته یو دَمي نه راځي، دا په تدریج سره د انسان په مزاج کې ځای نیسي. د انسان په مزاج کې د نرمۍ او سختۍ رنګ په لومړي کې د مور او پلار له لارې داخلېږي، بیا د کوڅې، مسجد، مدرسې، مکتب او بازار د ماحول نه په کې رنګونه جمع کېږي. زه چې د خپلې ټولنې مختلفو وګړو ته ګورم نو فکر کوم چې زمونږ په ټولنه کې یو بنیادي تغییر او کمپاین ته اړتیا ده چې د مزاجونو د نرمۍ لپاره کار وشي، تاسو وینئ چې زمونږ مېندې که ماشومان وهي نه؛ خو هېښوونکې ښکنځلې او تحقیروونکې جملې یې د ژبې وِرد ګرځېدلي وي. پلرونه خو د اولادونو وهل، ټکول، رټل او ښکنځل خپل فرض بولي، مونږ له بده مرغه داسې ټولنې هم لرو چېرې چې د پلار لپاره د خپلو ...
نور ولوله

د ‌مني په موسم کې يوه غټه ستونزه

د مني موسم په راتللو سره ډیری انسانان په بې دلیله خپګان اخته کېږي، طبيعت يې خراب وي، زړه يې تنګ وي، کم خوبه او بد خوبه وي، اشتها او د خوراک روټين يې برابر نه وي ، له هغو شيانو او کارونو سره چې مخکې يې مينه ورسره لرله علاقه ختمه شي ، بې ځايه سوچونه کوي ، ځان ملامت احساسوي ، د ژوند د هرې برخې د کارونو په اړه بې تفاوته او بې مينې وي ،بدبينه ترې جوړ شي. دا ټول د مني د‌ موسم د خپګان Seasonal affective disorder (SAD امله دي. ددې د مخنيوي لپاره *لمر ته ډېر ګرځئ *تروش خواړه کم خورئ *تفريح حتمن کوئ *نيم ساعت پلې ګرځېدا بيخي ګټوره ده *له ګرمو رنګونو استفاده وکړئ *ويټامين داره خوا...
نور ولوله

لذت

د کارگرانو په منځ کې یې خپل نوی ماډل موټر ودراوه شاوخوا ترې لسګونه کسان راتاو شول ده غږ وکړ چې: څوک چې په 100 روپي نن مزدوري کوي راځې دې ټول له ځان سره وبوږنيدل چې دا څه او څه وایی، د عادي کارګر ورځنی مزد 500 روپی دی، ټول ترې خپاره شول یوازې 5 کمزوري کسان چې په څیرو کې يې د غربت او نیستی نښې له ورایه ښکاریدې پاتې او پدې مزد راضي شول سړي کارګران موټر ته وخيژول تر څه مزل وروسته د یوې مغازې مخې ته ودرید ، له موټر راښکته او مغازې ته دننه شو ددغو 5 کسانو د کورنیو لپاره یې د یوې میاتشې خوراکي توکي واخستل او 1000 ، زر روپی یې نغدې ورسره ورکړې باروونکي یې راوغوښتل ، هغ...
نور ولوله

د ژوند په کوم ځای او کومه برخه کې د څه شي لپاره تلاش وشي

د سترې کښتۍ اينجن خراب شو ، ډېرو ميستريانو وس پرې وکړ چې جوړ يې کړي خو يوه هم ونشو کړای، بالاخره د کښتۍ مالکانو تصميم ونيو چې يو پخوانی تکړه ميستري چې کلونه يې د‌کښتۍ جوړولو او رغولو کار کړی ورته راولي. مستري يې راوست غټ له پانو او پېچکشونو ډک بکس يې په لاس کې دی ،د‌کښتۍ د اينجن په جوړولو لګيا شو ، د‌کښتۍ مالکان هم ورته ولاړ دي دده کار ګوري. مستري له خپل غټ بکس څڅه وړوکی سکورينچ را واخيست او  سوکه يې د اينجن يوه برخه دری څلور ځلې پری وټکوله (ووهله) ، اينجن يو دم چالان شو او کار يې پيل کړ ، يوه اوونۍ وروسته چې د‌مستري د حساب ورکولو وخت شو ،هغه لس زره ډالر غوښتل ، د‌کښتۍ مالکانو وويل د خدای لپاره د څه شي لس زره هغه خو ټکی کار هم ونه کړ، مازې يې سکورين...
نور ولوله

يوه دقيقه مطالعه!

*که په دالان او پخلنځي کې د ماخوستن او سبا لپاره خواړه لرئ، جامې هم په تن لرئ. کور ،سرپناه او د ويده کېدو لپاره ځای هم لرئ نو تاسې د دنيا له نيمايي خلکو څخه شتمن يئ! *که همدا اوس په بټوه کې روپۍ لرئ او د سودا و چکر  لپاره مو په صندوق کې هم څو بچت روپکۍ درسره غوټه کړې وي، نو تاسې د‌ دنيا له ۷۵ فيصده خلکو شتمن يئ! *که ژوندي يئ، او په روغتون کې م بستر نه يئ نو تاسې د هغو ميليونونو کسانو په پرتله چې په دې اوونۍ کې د عزرايل په ليست کې ليکل شوي د خدای له خاصې مهرباني څخه برخمن يئ ! *که تاسې دا  پېغام په اساني وينئ ،لوستلي يې شئ او پرې پوهېږئ هم ،نو تاسې له دری ميليارده هغو کسانو څخه چې نشي کولی ولولي، وويني او د ذه...
نور ولوله

د پور معاملې لیکئ

    کله چې چا ته پور ورکړئ، یا خپلو کې په پور سودا سره وکړئ؛ نو دا معامله خامخا په یوه کاعذ ولیکئ، خرڅوونکی، اخیستونکی او شاهدان دې نومونه په کې ولیکي او د موضوع اړوند ټول جزئیات دې په تفصیل سره صفا او روښانه توګه ولیکل شي. دا ډول معامله او سودا ان که د زوی و پلار تر منځه وي، د سکنیو وروڼو ترمنځ وي، د هر ډول نږدې خپلوانو او ډېرو خوږو ملګرو تر منځ وي؛ بیا دې هم خپلو کې دا ډول لیکل حتما سره وکړي او هیڅکله دې نه هېروي.     په دې باره کې هیڅ شرم او خجالت په کار نه ده، لکه ومو ویل که دا ډول معامله د هر څومره سره نږدې خلکو تر منځ وي هم، ځکه یو دا شرعي امر دی، قران کریم کې په دې اړه راغلی ایت د قران ترټولو ستر ایت دی، چې په پیل کې یې الله تعالی فرمایي: کله چې تر معل...
نور ولوله

د ترافیکو جرمانه؛ د قانون د احترام په اړه خوندوره کیسه

    یو ښوونکی کیسه_کا، خپل موټر کې چرته روان وم، چې د لارې ترافیکو ودرولم، د ترافیکو مدیر زما او د موټر اسناد راشکه واخیستل او په تورو شمسي چشمو کې یې په ځیر ځیر راته کتل... بیا یې په احترامانه او جدي لهجه راته وویل: استاد! د امن پټۍ (seat belt) دې نه دی تړلی ؟! مال هو، متاسفانه، ول د ترافیکو نظام کې دا کار جرمانه لري، مال، هوکې، زه غلط شوی یم، باید جرمانه شم.     هغه د جرمانې پاڼه تیاروله، په دې ترڅ کې یې راته وویل: ته استاد او روزونکی یې؟ مال هو، ول چې زده کوونکی په امتحان کې دوکه وکړي تاسو یې بښئ؟ مال نه، هیڅکله یې نه بښو، د ترافیکو مدیر راته وویل نو څه ورسره کوئ؟ مال قانون پرې نافذوو، په دې وخت کې یې د جرمانې پاڼه راته ونیوله، راته ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک