د مسلمان وینه به نه ضائع کیږي
د مسلمان وینه به نه ضائع کیږي
دوکتور عمر عماد
أحناف او حنبلي فقهاء وایی چه : که څوک ازدحام کی مړ شی او قاتل یی معلوم نه شی نو دیت یی په بیت المال دی . او د علی رضی الله عنه په اثر استدلال کوی چه یو وخت د عرفات په ازدحام کی یو سړی مړ شو نو خپلوان یی عمر رضی الله عنه ته راغلل ، او دعوی یی وکړه ، نو علی رضی الله عنه عمر رضی الله عنه ته وویل چه : ( لا يُطَلٌّ دم دم امرئ مسلم إن علمت قاتله وإلا فأعط ديته من بيت المال) ى مسلمان وينه نه ضائع كيږی ، که قاتل یی ونه پیژنی نو دیت یی د بیت المال څخه ورکړه
نو فکر کووم چه : که څوک په هوایی ډزو کی ووژل شی او قاتل یی معلوم نشی نو دیت یی پر بیت المال دی چه که ګنجایش پکی وی( هو که ګنجایش او ظرفیت پکی وی) باید ور یی کړی ، ځکه چه په ډزو کی مړه کیدل په ازدحام کی مړه کیدلو باندی قیاس جلی قیاس دی .
مطلب می د اسلامی تشریع دعظمت ، او د بی ګناه مسلمان د وینی ارزښت څرګندول دی .
