No-IMG

هیواد ته ژمنتیا

رحمت صميم

 

ګلوبز هویزنجر د المان په فوځ کې جنرال وو

هټلر سره د مخالفت له وجې بیل او بیا یې انګلستان کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه.

بریطانوي تحقیق کوونکو ته یې د تحقیق جریان کې د نظامي معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه،  تر دې چې یو بریطانوي محقق په ډیره نا هیلۍ ورته یې وویل:

څنکه زمونږ نه د سیاسي پناه او کور غوښتنه کوې او ټکی معلومات هم نه راکوې په مقابل کې یې!

ګلوبز جواب ورکړ:  تاسو د هټلر د یوه مخالف غوښتنه نه کوئ، تاسو یو خاین غواړئ خپل هیواد سره او زه کله هم خیانت نشم کوی. هغه غوښتل بیرته جرمني ته راستون شي سره له دې چې پوهیده چې دا د مخالف/غدار لپاره د یو ناڅرګنده مرګ معنی لري،  په هرصورت، د انګلستان استخباراتو د هغه د بیرته ورستنیدو غوښتنه رد کړه او په زور یې د هغه څخه د معلوماتو ایستلو په هڅه کې هغه شکنجه کړ، خو کومه ګټه یې ونه کړه ، تر هغې چې د شکنجې لاندې مړ شو.

د سیاسي نظام، دولت یا فرد سره مخالفت او ستاسو د هیواد، مذهب او ملت لپاره غدار کېدو تر مینځ لوی توپیر دی.

نن ورځ موږ همدې برخلیک سره مخ یو

څومره غداران او پیرودونکي دي چې هره شیبه  یې خپل هیواد په ټیټه بیه وپلوره او پلوري یې او ځینې وختونه خو پرته له قیمت څخه.

دا نن هم زموږ یوه ډله تارتوکان خاینین پاکستان کې ناست دي او د سودا خبرې کوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک