د عربو یو حاکم د یوې قبیلې یو سړی ونیولو او بندي یې کړ
سلمان افغان
د سړي د قبیلې سپین ږیري او مشران د سړي د سپارش لپاره حاکم ته رغلل
حاکم ورته وویل:
دا سړی څوک دی چې تاسو ټول یې سپارش ته راغلي یې؟
خلکو ورته په یو اواز وویل:
دا زمونږ د قبیلې مشر دی
حاکم وویل:
نو دې خپله ماته ولې نه ویل چې زه د قبیلې مشر یم!
خلکو ورته وویل:
دې ځکه ځان کمزوری وښود، غوښتل یې چې تاته د خپل قوم عزت او زور وښایي
حاکم سړی خوشې کړ، څو ورځې وروسته ورته چا وویل چې هغه سړی خو د هغې قبیلې د اوښانو څروونکی، شپون دی!
حاکم قبیلې ته یو کس ولېږلو تر څو د دې عمل پوښتنه ترې وکړي چې دا کار یې ولې وکړ؟
د قبیلې خلکو ورته وویل:
"په مونږ کې هیڅ امیر نشته، او نه په مونږ کې خیر شته چې زمونږ شپون ذلیله او سپک شي".
د هېواد په مشرانو کې هیڅ خیر نشته چې کشران یې ضایع کېږي، د کمزورو حق خوړل کېږي، تلف کېږي، په هغه قوم کې هیڅ خیر نشته چې د کمزورو لاس نیوی نه کوي، یو د بل سره نه ودرېږي، په درد یې نه دردېږي، او ځانونه په ضعیفو ولسونو مړوي.
کاپي
