ټولنيزې ليکنې
که څوک بې عیبه ملګری غواړی بې ملګري به شي
شکڼو ته هیڅ شی نه شي ورنیږدې کېدلی، تر دې چې دوی یو بل ته هم نه شي نېږدې کېدای...
کوم غشي چې پرې ولاړ دي، د دوی لپاره غښتلی سنګر دی، نه دوست ورنیږدې کېدای شي او نه هم دښمن...
کله چې د ژمي ساړه بادونه او سخته یخني پیل شي، نو بیا دوی اړ شي چې یو بل ته نیږدې شي تر څو ګرم شي، سره له دې چې یو بل په غیشو ټپی کوي، کله چې ګرم شي بېرته سره جلا شي...
چې بیا یې ساړه وشي، بېرته سره یو ځای شي....
د یو بل په غشو د ټپي کېدو توان پیدا کړي. ټوله شپه یو بل ته نیږدې کیږي او یو له بل نه لرې کیږي....
تلپاتې نېږدې والی یې ټپیان کوي او تلپاتې جدایی یې وژني... ...
نور ولوله
د يو باهمته مېړه نادره کيسه
پنځه کاله کیږي چې خپله مېرمن شپه او ورځ په خپلو اوږو ګرځوي، مېرمن یې د خپل پلار په مرګ پسې په پښو او لاسونو شله شوه.
سليم رخروخ، 50 کلن دی، د یوې مدرسې محافظ دی، په 1996 کال کې یې واده وکړ، یو زوی لري، خوشاله ژوند یې لره، په 2007 کال یې مېرمن په خپل پلار پسې شله شوه، نه خبرې کولی شي او نه کوم حرکت کوې.
له دې وروسته میړه د خپلې مېرمنې خدمت ته ملا وتړله، سهار وختي راپورته کیږي چې مېرمنې ته سهارنۍ تیاره کړي، بیا دندې ته ځي، هر یو ساعت وروسته مېرمنې ته راګرځي، څو کور پاک کړي، خواړه راوړي، په خپل لاس مېرمنې ته خواړه ورکړي، ځکه چې هغه کاشوغه لاس کې نه شي نیولی، بیا دوا ورکوي.
په شپه کې له څلور ځل نه زیات راپورته کیږي، څو خپله ...
نور ولوله
د خپلمنځي خواخوږي نبوي لاره
رسول الله ﷺ فرمایي: د بنو اشعر قوم خلک چې کله په غزا کې غریبان شي، یا یې ښار کې د کورنیو خواړه کم شي، خپل ټول خوراکي توکي په یوه څادر کې یو ځای کړي، بیا یې پخپلو کې په یوه لوښي سره برابر ووېشي، دا خلک زما څخه دي او زه له دوی څخه یم، یعني د دوی دا کار په مکمله توګه په شریعت برابر او زما طریقه ده. عن أبي موسى رضي الله عنه قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم: إن الأشعريين إذا أَرْمَلُوا في الغزو، أو قلَّ طعام عِيَالهم بالمدينة جمعوا ما كان عندهم في ثوب واحد ثم اقتسموه بينهم في إناء واحد بالسويّة، فهم مني وأنا منهم. صحيح البخاري 1/ 307 رقم 2486. صحيح مسلم 4/ 1944 رقم 2500
د حدیث شرحه او ګټې
① اشعریین د بنو الاشعر قبیلې خلک دي، چې د قحطان له سترې قبیلې سره تړاو...
نور ولوله
که عمر مو له پنځوس کلنۍ زیاد وې نو لاندې ټکو ته توجه وکړئ
د دوو شیانو څارنه وکړئ:
د وینې فشار ته متوجه اوسئ
د وینې شکر ته متوجه اوسئ.
لاندی اوه شیان کم استعمالوۍ:
مالګه
خواږه
قطیو کې ساتل شوې خواړه
سره غوښه
د شیدو څخه ایستل شوې خوراکې مواد لکه پیروی, کوچ, پنیر
هغه غذاګانې چې د قوت او ودې لپاره خوړل کیږې
ګاز لرونکې مایعات.
درې شیان ډير خورئ:
سبزیجات
میوې
وچې میوې.
درې شیان هیر کړه:
د عمر د کلونو شمیره
تیر وختونه
د نورو بدې او ظلمونه
څ...
نور ولوله
غريبو خلکو سره په نرخ کې جنجال مه کوئ
طارق نايک
کابل ته تلى وم يو چېرته مې کار و وراره مې هم راسره و ، يو ځاى کې يو وړوکى هلک و مالګه کې يې جوار پخول ، زما ډېر خوښيږي چې جوار يا مالګه يا انګار باندې پاخه شي ، ورته ودريدم مال په څو دي جوار ؟ واى واړه په پينځه افغانۍ او غټ په لس .
مال خه زه اخوانه راځم ډېر جوار اخلم درنه
کور ته يې وړم .واى نه ته نه راځې ، مال راځم.
لاس يې را اوږد کړ واى ته راکه قول .
ورته په خندا شوم لاس مې ورکړو مال حتما راځم .
لنډه دا چې راغلم ورته ، مال ټول درسره څو جوار پاتي ؟
واى دوويشت دانې دي غټ او واړه
مال ټول پاخه کړه
...
نور ولوله
ستړې اروا، د مېرمنو په اړه له پنده ډکه کیسه
د کمزوري او ډنګر اس د رېړۍ شاتنې سېټ کې یې خپله ناروغه مېرمن څملوله، چې د علاج لپاره یې یوه لېرې ښار ته یوسي، بوډا بزګر مخکې کېناست او په دې اوږده لاره یې له ځانه سره بونږیدا پیل کړه، ظاهراً داسې لکه له ځان سره چې غږیږي، خو په عین وخت کې یې مېرمنې ته هم خبرې وراورولې، لکه د هغې ناروغې کې چې هغې ته تسلې ورکوي.
دې بوډۍ مېرمنې له ده سره څلوېښت کاله تېر کړي و، دا څلوېښت کاله په یوه سر د کور له کارونو سره هغې له ده سره د پټیو او کروندې په کارونو کې هم پوره مرسته کړې وه، په دې توګه د هغې ژوند له سختیو او ستومانیو ډک روان و، اوس چې هغه ناروغې له پښو وغورځوله ده احساس کړه چې دی ټول ژوند له هغې سره سخت پاتې شوی، مینه خو پریږده هغې ته یې چرته خوږه خبره هم له خو...
نور ولوله
که دا وشي !
چې خالق مو
د نړۍ ټولو ړندو ته
سترګې ورکړي
نظر ورکړي
بيا به هم زما جانانه
که ړانده دلته ياديږي
د ړندو خبرې کيږي
دوه نومونه به هر ځای کې
مجلوسنو کې ياديږي
يو به ته یې
بل به زه يم
ته به بيا هم زما ياره
په بينا سترګو ړنده یې
نه به ته زما دا مينه
په خپلو بينا سترګو
د بينا په رنګې وينې
بل به زه يم
چې ړندو کې حسابيږم
ځکه ستا له حسن پرته
به نړۍ په ما تياره وي
لکه ړوند وي لاره ورکی
د امسا سره زنکيږي
په بيناؤ کې به ړوند يم
زه به ړوند يم زه به ړوند يم
...
نور ولوله
د منافقت پټولو هڅې
په زړه پورې ښایسته کیسه
کورته ننوت، چې ویې کتل ښځې یې ژړل، ده په مینه وپوښتله چې ولې ژاړې؟ هغې په ژړا ژړا کې ورته وویل: د کور ونه کې مرغۍ ناستې یي، زه چې کور کې بې #حجابه ګرځم هغه مې ویني، وېریږم چې دې کې به ګناه یي! مېړه یې زړه کې خوشالې احساس کړه، هغه یې د سترګو منځ کې ښکول کړه، د هغې عفت، سپېڅلتیا او پاکې یې وستایله، تبر یې راواخیست او ونه یې په دا بېخ کې ووهله.
څه وخت وروسته له کاره لیږ وختي راغی، چې کتل یې ښځه یې د خپل عاشق او ملګري په غېږ کې ویده او پرته وه!! سړي نور څه ونه کړل، له کوره یې د ضرورت مهم سامان ورواخیست او له خپل ښاره وتښتید. څه وخت وروسته یوه لېري ښار ته ورسید، هلته یې خلک ولیدل چې د پاچا د ماڼۍ خواته رایوځای شوي دي، پوښتنه یې ...
نور ولوله
حزم و دور اندیشی دلیل بیرون رفت از مشکلات می گردد
دانشمندان با دور اندیشی و تحلیل درست قضایا ، در پهلوی آنکه جایگاه خود را در اجتماع ثابت نگهمیدارند، می توانند به حیث چراغان راه شب دیجور، به راهیان این راه تبارز کنند تا مردم از نور و روشنائی آنها استفاده نموده احساس راحت کنند و از گزند شر هر شریر، در امان بمانند.
جامعه ما در شرایط حاضر به رهبران و راهنمایان دلسوز، آگاه و مخلص نیاز دارد تا با قیادت و رهبری داهیانه ، فردای مملو از صلح و آرامش را رقم زده در زدودن مشکلات با قامت رسا و اطمینان خاطر برنامه ریزی کنند و با کمال فطانت و زیرکی کمبودی ها را درک کرده برای جبران و اصلاح آن از اراده و نیروی مردم استفاده کنند .
کشور ما با داشتن مشکلات زیاد، از داشتن شخصیت های سیاسی ناآگاه و منفعت جو ب...
نور ولوله
انسان جوړونه
یوې ښوونکې به خپل شاګرد ته داسې نه ویل چې ستا ځواب غلط دی! بلکې هغې به ورته ویل: "صحي ځواب ته نږدې شوی یې" تر دې بیا د یوه بل ښوونکي چلند لا په زړه پورې و! هغه به خپل شاګرد ته ویل: "ځواب مو صحي دی، خو د دې پوښتنې لپاره نه!"
د انسان زړه بېخې باریک شی دی، په تېره بیا د کشرانو او ماشومانو، ځینې الفاظ لکه کاڼي زړنه غوټ ماتوي، موږ باید عام چلند کې نرم او خواږه ژبي واوسو. خصوصاً استاد او ښوونکی/ښوونکې باید خپلو الفاظو او عباراتو ته زیات متوجه وي، د دوی کار (انسان جوړونه) اسانه کار نه دی، بلکې تر ټولو سخت کار دی، په دې کار کې زموږ کمه بریا ... هم زیاته مهمه ده. ځکه موږ دې کار کې ډېر وروسته پاتې یو.
...
نور ولوله
بخشش لوی زړه غواړي، نه ډېر شته
وجيح الله عابد
د کار لپاره مې دوه تنه کارکوونکي نیول...
ویل یې 400 افغانۍ، ما ورسره چنې ووهلې، په 300 افغانۍ خبره وشوه.
سخته ګرمي وه، د کار په پای کې مې درې دانې 100 ګیزونه ورکړل...
له کارمندانو هغه یو تن 100 افغانۍ خپله واخیستې او 200 افغانۍ یې هغه بل کارکوونکي ته ورکړې...
ما وېل تاسې شریک نه وئ؟
وېل یې هو، شریک و، خو هغه د بچیانو پلار دی او تر ما یې اړتیاوې ډېرې دي...
ما هم د هغه د احساس له امله 100 افغانۍ ورکړې...
مننه یې وکړه، یو ځل بیا یې 50 افغانۍ هغه بل تن ته و...
نور ولوله
حتمي نه ده چې مونږ تل د نفرت په تصور کې ژوند وکړو
یوه له ستونزو دا هم ده چې مونږ ډېری مسلمانان ټوله نړۍ خپله دښمنه ګڼو، د دوی هر کار ته د شک په سترګه ګورو، فکر کوو چې دوی شپه او ورځ لګیا دي زمونږ د ختمولو په اړه فکر کوي او پلانونه جوړوي!
که دوی د خپلو ضرورتونو د رفع کولو په خاطر هم ابتکارات او اختراعات کوي، مونږ یې له هغې زاویې ګورو چې د دښمنۍ دلایل په کې څرګند شي.
حال دا چې د تبین امر او په هر څه کې د شک نه کولو قراني حکم عام دی، خو مونږ له بده مرغه دا ډول احکام اصلا د اعتناء وړ نه بولو.
همدغه د شک او دښمنۍ فکر بیا د دې باعث کېږي چې مونږ د انتقام په جذبه کې د دعوت ژبه پرېږدو، د نرمۍ او عاطفې صفتونو ته اعتناء نه کوو، له همدې فکر پر اساس هر هغه مسلمان ته هم د دښمن په سترګه ...
نور ولوله
که غواړو چې ژوند وکړو باید په ځینو حقیقتونو سترګې پټې کړو
په عالم، مدافع وکیل او فیزکپوه د اعدام حکم صادر شو، عالم یې په تخته څملاوه، ورته یې وویل چې وروستی وصیت وکړه، عالم وویل، ای ربه زه بې ګناه یم، په خپل رحمت مې خلاص کړه.
وسپنه یې پرې راخلاصه کړه، کله چې یې سر ته ورسیده ودریده، خلکو چکچکې کړې، عالم یې له تختې پورته کړ.
مدافع وکیل یې پرتخته څملاوه، هغه وویل، د عالم په څیر خدای نه پیژنم، یو شی پېژنم، هغه عدالت دی، عدالت به مې ژغوري، پړی یې پرې را ایله کړ، وسپنه یې په سر ودریده، خلکو چېغه کړې چې وکیل عدالت خلاص کړ.
کله چې فیزکپوه پر تخته څملاسته ویې ویل، نه د عالم په څیر خدای پیژنم او نه د وکیل په څېر عدالت پېژنم، په یو شي پوهیږم چې دا ټول حرامیتوب په دې پړي کې دی، کومه غوټه لري...
نور ولوله
د عمر په وروستۍ برخه کې مور او پلار ته بچيان او لمسيان يې تر ټولو ښه او جالب مشغولیت دی
زاهد جلالي
لا هم د درد احساس کوم او ضمير ته سخت ملامتېږم، کله چې پلار راياد شي چې هغه به د شپې، په کمه رڼا کې، په داسې حال کې چې په هېڅه به بوخت نه و، نه به يې څه لوستل، نه ليکل، نه به يې راډيو ته غوږ نيولی و، په سالون کې يوازې ناست و. دغه وخت کې به زه د شپې له سينما څخه او له ملګرو سره له فلم کتلو وروسته کور ته راستون شوم، پلار ته به مې سلام ورکړ، او په تېزۍ به د خوب کوټې خوا ته د خوب په نيت روان شوم.
پلار به غوښتل چې ورسره پاتې شم، هغه به زما سره د مجلس له پاره پلمه لټوله چې ما په خبرو راولي او کيسې ورسره وکړم. پوښتنه به يې کوله چې چېرته وم، چا سره وم، کوم فېلم مې وکوت. ما به د دې ټولو پوښتنو لنډ لنډ ځوابونه ورکول، په داسې ح...
نور ولوله
تجربه په هر حال بريالۍ ده، پايله چې يې هر څه وي!
محمد ظاهر عمار
دکتور سلمان العودة يو سعودي مفکر او فقيه دی. خورا خوندور ليکل يې کړي. اوسمهال د سعودي شاهي کورنۍ د سياستونو د نقد او د نوي مسلمان نسل د شعوري بيدارۍ په جرم د سعودي چارواکو تر عتاب لاندې په کورني نظربندۍ کې شپې ورځې تېروي. زما يې يوه خبره نهايت ډېره خوښه شوې او اکثر يې ملګرو ته وايم. دی وايي:
تجربه په هر حال بريالۍ ده، پايله چې يې هر څه وي!
موږ د خپل ژوند ډېر کارونه، دريځونه او پرېکړې د همدې قاعدې په تله تللی شو. د دې قاعدې مفهوم دا دی چې له نوښت، بدلون، متفاوت فکر او عمل کولو، د خلکو له تنقيد او ناکامۍ بايد ونه وېرېږو. کلاسيک ذهنيت او عمل يا زموږ په عامه اصطلاح زوړ ملا، زړې تراوېح هېڅ درد نه دوا کو...
نور ولوله
