ولې د شرقي انسان وینه د شرقي په لاس تویږي؟
له کومې ورځې نه چې په اوکراین برید شوی، عربي نړۍ په دوه برخو ویشل شوې، یوه برخه یې دغه جګړه نه یوازې تایدوي، بلکې د روسانو سره څنګ په څنګ د اوکراین پر وړاندې جنګیږي، دا هغه ډله ده چې په تېرو څو لسیزو کې د امریکا د ناسمو پالیسیو او ظالمانه بریدونو څخه تر پوزې رسیدلي وو، په تېره سوریایان او عراقیان چې د امریکا او غرب لخوا په بې رحمانه ډول ووژل شول.
په 2003 کال په عراق باندې د امریکا په برید کې اوکراین برخه اخیستې وه او په عراق کې یې فیزیکي حضور درلود.
دوهمه ډله هغه عربان دي چې په سوریه کې یې د روسي ځواکونو په وړاندې جګړه کوله.
څرګنده ده چې نړۍ به دغه جنګیالیو ته زمینه برابروي، څو د روسانو په وړاندې وجنګیږي.
دې خطر ته نړۍ او په خپله اوکراین متوجه شوی دی، نو د اوکراین مفتي د تلویزیون له لارې له عراقیانو بخښنه وغوښته او دا یې د اوکراینلویه تېروتنه وبلله، د نوموړې مسلمان مفتي دا بخښنه غوښتل د همدې برنامې یوه برخه ده، خو د مفتي په ویډیو باندې عراقیانو عجیب او غریب تعلیقونه کړي دی، خو زیاتو یې لیکلي: (مفتي صیب ستا بخښنه به زموږ د کوم درد دواء شي، زموږ کور دې ونړاوه، پرېږده چې تاسې هم دا درد ووینئ او د استعمار دا ترخه وڅکئ).
نوټ:
ولې نړیوال په پردي جنګ کې مسلمانان استعمالوي؟
دوی سیاسي درایت نه لري، که بې نهایته مجبور دي؟
د جغرافیایی موقعیت له مخې ولې د شرقي انسان وینه د شرقي په لاس تویږي؟
دا د شرقي تفکر عدم نبوغ دی، که مجبوریت ؟
هیله ده خپلې نظریې راسره شریکې کړئ.
