د شرر ساپی لیکنی

ویرونکي خو اړین حقیقتونه

1-  که په موټر کې بند پاتې یې  او د شیشې ماتولو ته اړ شوې نو هڅه وکړه چې د شیشې یو کونج ووهئ، د شیشې منځ مه  وهه، ځکه چې شیشه له کونج نه ژر ماتیږي. 2-  که په یوې ودانۍ کې بند پاتې شي او ودانۍ اور اخیستی وي، هڅه وکړه هغه هواء تنفس کړې چې زمکې ته نېږدې وي، ځکه چې زمکې ته نېږدې هوا نسبي پاکه وي. 3- خدای مه کړه که اختطاف شوې، موټر ته یې واچولې،  تر خپلې وسې هڅه وکړه چې د DNA اثار پرېږدې، یعني په موټر کې لاړې تف کړه، یا خپل یو ویښته په کې پرېږده. 4- که د کوم کس لخوا درباندې حمله وشوه، باید د...
نور ولوله

په اسلامي تاریخ کې ښځينه عالماني او لیکوالې

حفصه بنت عمربن الخطاب رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن حفصه بنت عمربن الخطاب رضی الله عنها په لیک لوست پوهېدله، دا لیک لوست الشفاء العدویه ورزده کړ، الشفاء په جاهلیت کې لیک لوست زده کړی وی، دمونه يې هم کول، له هجرت نه وروسته مسلمانه شوه، رسول الله صلی الله علیه السلام و د صحابیاتو د تدریس لپاره ځانګړی ځای ټاکلی وو چې په هغې ځای کې حفصې رضی الله عنها ترې لیک لوست زده کړ، کله چې ابوبکر الصدیق رضی الله عنه د قران کریم راټول کړ، یوه نسخه يې عمربن الخطاب ته ورکړه کله چې عمر رضي الله عنه شهید کېده،نو وصیت یې وکړ چې د قران کریم دا نسخه دې حفصې رضي الله عنها ته ورکړل شي. دا ځکه چې حفصه رضي الله عنها په لیک لوست پوهېدله الشفاء العدویه: دا هغه صحابۍ وه چې له هج...
نور ولوله

ازاد هغه دی چې له سمې مفکورې دفاع وکړي

یو سړی  د یو کوهي څنګ ته په یوه کوچي پېښ شو، سړي ولیدل چې د اوښ بار ډېر دی. کوچي ته یې وویل په دې انډو کې دې څه رابار کړي دي؟ ** کوچي وویل: په یوه کې توښه ده**  اوبل کې خاورې دي چې د دواړو انډو موازنه برابروي.** سړي وویل: ولې له دې خاورو ځان نه خلاصوي، توښه په دوه انډو مساوي وویشه، په اوښ به دې بار کم شي ؟** کوچي وویل : رښتیا دې وویل… هم هغسې یې وکړل چې څنګه مشوره سړي ورکړې وه. بیا یې له سړي پوښتنه وکړه:** ته اوس د قبیلې مشر یې که دینی عالم یې ..؟** سړي وویل: نه دا یم او نه هغه...
نور ولوله

د بشریت په تاریخ کې د يوې عاشقې مېرمنې تریخ غچ د اولګا و

د بشریت په تاریخ کې د بوې عاشقې مېرمنې تریخ غچ، د تاریخ په پاڼو کې تر ټولو سخت غچ د اولګا (Revenge of Olga ) و.  په 945 م  د کییف حاکم (ايګور روريك) د یوې قبیلې په لاس ترور شو، دا قبیله (الدريفليان)  نومېده چې په شرقې اروپا کې اوسېده، د کییف حاکم یې لومړی ژوندی ونیوه، بیا یې دوه ونې یو بل ته په ډېر فشار رانېږدې کړې، د دواړو ونو په منځ کې یې وتاړه، بیا یې ونې پرېښودې، د اولګا مېړه ټوټه ټوټه شو.  د حاکم له وژلو وروسته یې مېرمن د قدرت واګې په لاس کې واخیستې، نو دریلفیان قبیلې خپل مخور خلک ورولېږل چې د دوی له مشر سره د واده کولو قناعت ورکړي، دا واده یوازې د واکمنۍ لپاره و. اولګا ترې د...
نور ولوله

د " كندهار د بلا" راز: امريكايى ځواکونو یو افغاني هیولا له منځه بوړه

دا کیسه استیون کویل په  2002  م کال په امریکایی مشهوره راډیو سوپر نچرال کې وکړه. د کویل په وینا دا کیسه د امریکا په هڅو تر ډېره پټه وساتل شوه یو ځل د کشف یو ګروپ په کندهار کې په خپلو عملیاتو پسې ووت، له مرکز سره یې اړیکه وشلېده،  سم له واره د ځانګړو ځواکونو یوه ضربتي ډله پسې صحراء ته واستول شوه، دوی فکر کاوه چې کیدای شي د دښمن له خوا محاصره شوي او یا هم وژل شوي وي. هغې سیمې ته ورسېدل چې دغه ګروپ په کې ورک شوی وو، دوی خپله پلټنه پیل کړه، یوې سمڅې ته ورننوتل، د سمڅې په خوله کې شیان یوې خوا او بلې خوا ګډوډ پراته وو، له کتنې وروسته ورمعلومه شوه چې د ورک شویو   سربازانو وسلې او تجهیزات دي. دې ډلې په ډېر احتیاط په سمڅ...
نور ولوله

د مېلاد شپه که د بشریت د آزادۍ اعلان!

  د صفا تر څنګ د عبدالله کور ودان و، په نړۍ شپې وزرې خورې کړې وې او سپوږمۍ نېږدې وه چې د څوارلسو شي، د ربيع الاول د مياشتې دوشنبه وه، د فيل په پېښه پنځوس ورځې تېرې شوې وې، مکيانو د فيل له کاله تاريخ نېولی و، له دې پخوا يې د قریشو د مشر کعب د مړينې له ورځې تاريخ پېل کړی و. په کور کې د آمنې بنت وهب او د عبدالله له حبشې وينځې پرته بل څوک نه و، هاله بنت وهيب په خپل زوی حمزه بوخته وه، د ابولهب وينځه ثويبه به د عبدالله په کور کې يوه نیمه ورځ پاتې کېدله چې آمنې ته تسليت ورکړي. خو په دغه شپه ويده وه او په غېږه کې يې حمزه اچولی و، شېدې يې ورکولې . ډېره ارامه شپه وه، د سپوږمۍ پستې وړانګې له کړکۍ نه د آمنې کوټې ته راننوتلې، ګومان کېده چې کوم پوست لاس د...
نور ولوله

د بلقیس کیسه

لیکوال: عبدالحمید جودة السحار ژباړن: شرر ساپی   په یمن کې خلک په سختې تنګسیا کې وو، ظالمان او سرکښان پرې واکمنان شول، له دوی نه اطمنان او سکون کډه وکړه، یو اشاره، یا یو سترګک د سر د پرېکولو لپاره کافي و، یو سرکښه پاچا ورباندې حاکم و چې زړه یې ډبره وه، زړه سوی يې نه پېژانده، خپل ولس ته يې ډول ډول شکنجې ورکړې،  سبک سپاند يې کړل، د خلکو له زبیرګو او د وینو له بهولو یې خوند اخیست، په انارسیزم (نرګسیت)  اخته پاچا و. په سبا دولت باندې د ذلالت او سپکاوۍ ورېځې ګورې شوې وې، بلقیس دا هر څه وروسته له هغې په ځير څارل چې پلار يې مړ شو، ډېره پرې ودرېدله، د ورځو په تېرېدو يې د دې سرکښه پاچا سره کینه زیاتېدله، دا ولس د دومره ف...
نور ولوله

یو ملیون کاله مخکې جوړ شوی، ۳۰ کیلو متره اوږد پل

دا پل یو ملیون کاله د مخه جوړ شوی او تر 30 کیلومترو ډیر اوږد دی ... د سپوږمکۍ عکسونه د ادم پل کشف کوي.  د ناسا لخوا د اوبو لاندې د یو لرغوني پل اخیستل شویو عکسونو  په پراخه کچه پوښتنې راولاړې کړي دي، دا پل هند او سریلانکا سره نښلوي پوښتنې دا دي: دا ۳۰ کیلومتره اوږد پل چا جوړکړی دی؟ د جوړولو لامل یې څه و؟ ایا انسان جوړ کړی، که په طبیعي ډول رامنځ ته شوی دی؟  دا پل له لرغونو وختونو راهیسې د "راما پل" یا "راما سیتو یا ادم پل" په نوم پیژندل شوی دی. دا پل د هند د پامپان ټاپو څخه پیل کیږي او د سریلانکا د منار په ټاپو پای ته رسیږي. تاسې یې په اړه څه نظر لرئ؟ ...
نور ولوله

توماس اډیسن د یوې اتلې مور له امله هغه د پیړۍ نابغه شو

اډیسون اته کلن و، له مکتب نه کور ته خفه راستون شو!معلم یې یو یادښت ورکړی و چې مور ته یې وسپاري. مور یې  نانسي إليوت (1810-1871)، د زوی تر مخ ولوست. له مور نه یې پوښتنه وکړه څه په کې دی؟" نانسي خپل زوی ته خط له اوښکو سره ولوست: "زوی دې نابغه دی، دا مکتب د ده لپاره نه ښایي، موږ سره تکړه معلمان نشته چې درس ورکړي..مهرباني وکړه کور کې درس ورکړه...". نانسي په غېږه کې ونیوه، ورته یې وویل، اندیښنه مه کوه، له همدغې شیبې څخه یې د اډیسن زدکړې ته خپله اوږه ورکړه. مور یې په خپل تصمیم کې تېر نه وته، اډیسن په 15 کلنۍ کې د تلګراف متخصص شو....
نور ولوله

دې مېرمنې د الجزایر په انقلاب کې د ښځو د شرف او عفت په ساتلو کې ابتکار وکړ

کله چې عکاس د عکس ویستلو څخه ویریږي.. دې مېرمنې د الجزایر په انقلاب کې د ښځو د شرف او عفت په ساتلو کې ابتکار وکړ د فرنسوي موټرو د هارنډ په اوریدو به د بام سر ته وختله، ښځو ته به یې چېغه کړه، ښځو به د کور دالان ته ورمنډې کړې.ټولو به یو بل ته لاسونه ورکړل، یوه بشري کتله به شوه، فرنسویانو چې به د کومې ښایسته ښځې د تختولو هڅه کوله نو په لسګونو ښځو به ونیوله. همدارنګه یې بل ابتکار وکړ، له هوګې به یې اوبه وویستلې، په بوتلونو کې به یې کېښودې، د دښمن له رارسېدو سره سم به یې په خپل بدن وشیندلې بل به یې د دیګونو تورکي په مخ وسولول، ځینو به غوجل ته منډې کړې، په خوشایانو به یې خپل بدن ولړه، نو دښمن به ترې تښتېده. خو...
نور ولوله

پاچاه په ارګ کې محاصره ښه دی

د یوه هېواد پاچا بازار ته ووت، په دکانونو ګرځيده، قصابۍ ته ورغی، قصاب ته یې وویل، دکان دې ډېر پاک او منظم دی، خو سودا دې څنګه ده؟ قصاب وویل، نن مې هیڅ غوښه نه ده خرڅه کړې، — ولې؟ _ستاسې راتګ د خلکو په مخ لاره تړلې ده څوک به غوښه واخلي؟ — څلور کیلو غوښه ماته وتله. _ پاچا سلامت، دا کار نه شم کولی. _ ولې؟ _ ځکه چې ستاسې له راتګ نه یې مخکې له موږ نه ټولې چړې ټولې کړې. _ ښه نو هغه د غوښې ټوټه راکړه....
نور ولوله

کاروان د معاصر شعر د کاروان سر لاری دی

د پيرمحمد کاروان په شعر کې د حواسو توافق د فرانسي له لوی انقلاب سره د بشر په ژوند کې تغیر راغی، او دا تغیر نه یوازې دا چې په اقتصادي، اجتماعي او سیاسی برخه کې و، بلکې دا تغیر په ادبیاتو کې هم رامنځ ته شو. نوي ادبي مکتبونه جوړل شول، په ادب کې نوي مصطلحات او نوي ادبي صنعتونه رامنځ ته شول، که څه هم دغه ادبي صنعتونو په ژبه کې لرغونتیا لرله خو وچڼل شو او مصطلحات ورته وټاکل شول، یو له دغه نویو ادبي صنعتونو څخه چې سمبولستانو کشف کړ د حواسو توافق و. په دې مقاله کې د حواسو توافق (correspondence )په اړه لاندې پوښتنو ته ځواب ویلی شوی دی. په شعري تصویر کې حواس څومره ونډه لري؟ ایا ټول حواس د رتبې له مخې یو له بل سره ورته دي؟ د حواسو توافق څه شی دی؟...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک