ټول چینایي وګړي په عاطفوي ډول له روسیې سره ولاړ دي
ټول چینایي وګړي په عاطفوي ډول له روسیې سره ولاړ دي، خو په دې یې سر نه دی خلاص چې دا څه کیسه روانه ده.
نو حکومت ورته په عامه ژبه يوه سمبوليكه كيسه كوي.
شل کاله مخکې اوکرانیه له روسي خاوند نه طلاق واخیست.
له دې مېړه نه یې بچي درلودل.
مېړه(روسیه) سخي و، خپلې مېرمنې ته یې ډېره شتمني پرېښوده، د مېرمنې - 200 ملیارده ډالر پور هم پرې کړ.
له تفریق وروسته، مېرمنې د کلي یو ځوان ( امریکا) او د یوې ډلې غلو(لویدیځ) سره د عشق تار وغځاوه.
مېرمنې د دوی شیطاني مشورو ته غوږ کېښوده او په پخواني مېړه لفظی بریدونه پیل کړل
مېړه په غوسه شو او له مېرمنې یې خپل زوی(کریما) په زور واخیست.
قهریدلې مېرمن وویل، له ( ناټو) سره به واده وکړي، څو له پخواني مېړه خپل ماشوم(د قرم نیمه ټاپوزمه) بېرته واخلي.
خو د کلي امریکایي زلمي له طلاقې شوې مېرمن سره په واده کې لیوالتیا نه لرله، وخت یې ضایع کاوه، او له پخواني میړه سره یې مخامخ جنګ ته زړه نه ښه کاوه، خو پلان یې لره چې د اوکراین په مرسته پخوانی مېړه ذلیل او خوار کړي.
ژباړه
مېرمن ډېره بده مور وه، کله ناکله به یې خپل نور بچي - (لوګانس او دونیستک) وهل.
ماشومان په ژړا شول او له خپل هغه پلار نه یې مرسته وغوښته چې کله ناکله به یې له خپلو بچیو سره مادی مرسته کوله او له پخوانۍ مېرمن سره به یې شخړه کوله.
خو ټوله خواري بېځایه وه ...
خونکار غله امریکا غوښتل چې په کوم چل او هنر د مېرمنې ثروت تر لاسه کړې، نو مېرمن یې له پخوانی مېړه سره شخړې ته وهڅوله چې په زور ترې ماشومان واخلي، او دې معشوقې ته یې ډالۍ ( لباس، وسله، او اکسپایر توکي ) ورکړل.
مېرمن(اوكرانيا) ځینې داسې مرستندویان لرل چې باور یې پرې کولی شو، نو د پخواني مېړه په سپکاوي لاس پورې کړ .
د مېړه ( روسيا ) د صبر جام ډک شو.
نو د یو خپلوان (بيلاروس) په ملاتړ یې د خپلو دوه بچیو - دونيتسك ولوهانسك - حفاظت ته راودنګل.
ښځه د خپلو یارانو (اروپایي ټولنې، او ناټو) له خوا یوازې پرېښودل شوه، دویم مېړه( امریکا) هم خپله خوږه مېرمن زوړ خاوند ته پرېښوده.
نو اوس خاوند د خپلې ښځې سره حساب ته کیناست او د خپلو ماشومانو لپاره ژوندغواړی
له دې وضاحت وروسته چینیان پوه شول چې ښه کیسه دغسې ده!!
