No-IMG

جاپان کي د ماشومانو روزنه؛ زه د بل له مرستې پرته نه بریالی کېږم

په غور یې ولولئ

لسو ماشومانو ته نهه چوکۍ راوړي، ماشومانو ته وایي، هغه بریالی دی چې چوکۍ تر لاسه کړي، که څوک بې چوکۍ پاتې شي، له لوبې نه به وځي.

بیا هر ځل چوکۍ کموي، او په دې سره یو ماشوم بهر کیږي، تر څو یو تن ګټونکی پاتې شي.

ماشوم دا زده کوي چې " میم زور ما، ټوله زما،  که وغواړم چې بریالی شم باید نور له صحنې وباسم"

د جاپان په وړکتونونو کې هم د چوکۍ لوبه کیږي، خو په توپیر سره، نه چوکۍ لسو ماشومانو ته کیښودل کیږي، ورته وایي ستاسې شمېر له چوکیو زیات دی، خو که یو تن هم بې چوکۍ پاتې شي، نو ټول به لوبه وبایلی، ټول ماشومان هڅه کوي چې یو بل په غیږ کې ونیسي، څو لس واړه په چوکیو کیني، بیا چوکۍکموي، څومره چې چوکۍ کمیږي، همدومره دوی یو بل په غیږ کې کلک نیسي.

نو ماشوم زده کوي چې " زه د بل له مرستې پرته نه بریالی کېږم"

نوټ: دا لوبه تاسې کله کړې ده؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک