No-IMG

د مور او پلار وروسته دې ورور ډېر حقدار دی

د یوه غره په لمنه کې وړوکی کلی ودان و، او د کلي په څنګ کې کوهی و، کله چې به هم خلکو کوهي ته بوکه کوزه کړه، بوکه به ورکه شوه او تش پړی به راوخوت، خلک تنګ شول، ګومان یې وکړ چې په کوهي کې پیریان دي، یو تنور ځوان ته یې وویل چې کوهي ته ورکوز شه او دا راز افشاء کړه، ځوان وویل، په یو شرط کوزیږم چې ورور مې هم راشي.

ورور یې راغی، پړي کې یې ځان وتړه، کوهي ته کوز شو، ګوري چې په کوهي کې بیزو ناسته ده او له بوکې نه پړی وباسي، بیزو چې په کوهي کې ډېره تنګه شوې وه، ژر د سړي په سر کیناسته، سړي خلک خبر نه کړل چې په کوهي کې څه روان دي، خو چې د کوهي سر ته رانیږدې شو، د خلکو په بیزو سترګې ولګېدلې، فکر یې وکړ چې پیری دی، له ویرې یې پړی پریښود او ټول وتښتیدل، خو ورور یې پړی کلک نیولی و چې ورور یې مړ نه شي.

که ورور نه وای، نو ځوان به هم نه و.

الله پاک هم موسی علیه السلام ته وویل، په ورور به دې مټ غښتلی کړم.

په سختۍ کې به دې ټول پرېږدې، یوازې ورور به دې شاته ولاړ وي.

نو د خپل ورور درناوی کوه،

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک