هغه صدقه چې لاس ته له رسېدلو مخکې له زړه ور رسیږي
په یوه بیروني تلویزیوني چینل کې ویاند د یو بېوسه ناروغ حالت وړاندې کړ، په جراحي عملیاتو یې ١٥٠ زره ډالر لګېدل...
خلکو له بېلابېلو ځینو اړیکه ونیوه....
په دوی کې د (احمد) په نامه یو تن هم و، ...(دوه ډالر) یې د ناروغ لپاره اعلان کړل....
ویاند ورته وویل، ولې (دوه ډالر)...؟
ده ځواب ورکړ:څلور ډالر مې لرل، دوه مې ده ته اعلان کړ، موده کیږی چې بې دندې یم ..
خو د نه خيرات نه لږ غوره دی" ...
ورپسې اړیکه نیونکي ۸ زره ډالر اعلان کړل، ۴زره یې ناروغ او څلور زره یې د دوه ډالر ورکونکي ته اعلان کړې... !
پرلپسې اړیکې ونیول شوې او دواړو ته یې د پیسو اعلان وکړ..
د پروګرام په پای کې ډېرې پیسې راټولې شوې...
په بله برنامه کې ویاند احمد مېلمه کړ او ټولې پیسې یې وروسپارلې.
تعجب مه کوئ .....!
دا هغه صدقه ده چې لاس ته له رسېدلو مخکې له زړه ور رسیږي. )..!!
