او ډېر ځله به تاسې یو شی بد ګڼئ، خو هغه به ستاسې لپاره غوره وي
(وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ)
﴾۲۱۶﴿
او ډېر ځله به تاسې یو شی بد ګڼئ، خو هغه به ستاسې لپاره غوره وي.
نفيس يعقوب تایلندي زلمی دی، مالیزیا ته په ناقانونه توګه ورننوت، یوه شپه له خوب ځای نه بهر راووت...په لاره کې له مالیزیایي پولیس سره مخ شو، هغه ترې تذکره وغوښته، ده ورته وویل نه یې لرم، پولیس اړ شول چې توقیف یې کړي، زندان ته یې ولیږه چې بېرته یې خپل هېواد ته ستون کړي.
زندان ډېر ګرم و، نفیس اړ شو چې خپل کمیس وباسي، د کمیس د پاسه کیناست، د خوړو انتظار یې کاوه او د قران کریم تلاوت یې هم کاوه، الله پاک ښکلی غږ ورکړی و.
په دروازه ولاړ پولیس ترې ویډیو ثبت کړه، او بیا یې په انترنیت خپره کړه.
ډېرو زیاتو خلکو ولیدله.
له همدې ځایه نفیس شهرت وموند، خلکو یې له زندان څخه د ایله کولو مطالبه وکړه، له زندانه ووت او د یو مسجد امام شو، ډېرې جایزې یې واخیستې، په زرګونو ډالر یې راټول کړل او د برما مهاجرینو ته یې واستول، اوس وخت د مالیزیا له مشهورو عالمانو څخه شمېرل کیږي.
