افغانستان سره د نړیوالو او یا ملګري ملتونو بشري مرستې خورا ډیره پیچلې موضوع ده
په داسې حال کې چې د افغانستان نظام حکومت او بانکي سیستمونه له مینځه لاړ دي، له بده مرغه هر څه د سقوط په حال کې دي. اوسمهال د دې احتمال ډیر زیات دی چې نړیوال او ګاونډي هیوادونه په ځانګړي توګه ملګري ملتونه افغانستان ته له بل ادرسه په غیر مستقم شکل افغانانو سره بشري مرستې وکړي. حال دا چې هر بشري فنډ به د افغانانو په نوم جذب کیږي، لومړی به ملل متحد د خپلو معاشونو او د مصارفو لګښت به د افغانانو په نوم راټول شوئ فنډ نه اخلي. دوهم دغه بشري مرسته چې د هر ګاونډي هیواد له ادرسه افغانانو ته انتقالوي په دې کې د ګاونډي هیواد خپل ونډه معلومه وي او د مصارفو معاشونو لګښتونه هم ورنه اخلي. باقي مانده چې هر څه پاتی شي هغه به افغانانو ته د بشري مرستو په نوم ورکړي.
ا،ا،ا، ته څه په کار دي چې د افغانستان بشري مرستې په مستقیم شکل د حاکم حکومت له ادرسه جذب شي او په شفاف ډول دافغانستان اړمنو وګړو ته ورسیږي.
لومړی خو باید دغه موضوع ژر تر ژره له مسلکي او تخنیکي متخصصو سره په سمه توګه وڅيړي، څو یوه شفافه طرحه ولري چې نړیوالو او ملګروملتونو ته قناعت ورکړې شي.
دوهم بانکي سیستمونو د سمدلاسه فعال کړي، ګني د افغانانو په نوم راټوله شوئ مرسته به په نورو هیوادونو کې حیف او میل شي.
په دې هیله چې ټول افغانان خپل مسؤلیت ته په غور سره متوجه شي او د دې لپاره یوه منظمه فعاله شفافه طرحه رامینځ ته کړي چې ملګروملتونو او نړیوالو ته د منلو وړ وي څو افغانانو ته خپل حق ورسیږي.
