حزب اسلامي په تېرو ۵۲ کلونو کې لوی کارونه او تاریخي لاسته راوړنې لري
د حزب اسلامي پر ضد خورا ډیر منفي تبلیغات کیدل او تر اوسه پورې ځینې خلک د پردېو منفي او دروغجنو تبلیغاتو ښکار شوي دي. حال دا چې د حزب اسلامي پرضد منفي تبلیغاتو په رابطه خپله د نړۍ استخباراتي شبکو اعتراف کاوه چې زمونږ کوښښ دا و چې حزب اسلامي په اړه د منفي تبلیغاتو د دوی مخه ونیسو او بندیزونه پرې ولګوو چې په هیواد کې خلکو ته اسلامي، اجتماعي، فرهنګي او په سیاسي برخو کې له ټولو فعالیتونو او خدماتو رسولو څخه محروم پاتې شي. بلکې حزب اسلامي ئې په تور لیست کې شامل کړ او د هیواد نورو مجرمینو، خاینانو او وطن پلورونکو جرمونه ئې په حزب اسلامي وروتپل. حزب اسلامي هر وخت د خپل ملت په څنګ کې پاتې شوی او د ملت په مرسته د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د اوږدې مبارزې سابقه لري.
په هر صورت، حزب اسلامي په تېرو څلورو کلونو کې معياري پوهنتونونه جوړ کړي او په ګڼو ولایتونو کې معیاري ښوونځي لري. اوس په کابل کې یو معیاري د الایمان روغتون باندې کار روان دی چې ډیر ژر به یې کارونه بشپړ شي. حتی حزب وغوښتل چې په پکتیا کې یو اسلامي پوهنتون جوړ کړي ټول کارونه ئې خلاص کړي و، مګر له بده مرغه د غني حکومت اجازه ورنکړه او پر ځای یې د ټولو پوهنتونونو جوازونه ورته وځنډول.
د هجرت او جهاد پر مهال په کوزې پښتونخوا کې حزب اسلامي معیاري پوهنتونونه، ښوونځي، عالي لېسې، مدرسې او روغتونونه درلودل، په پېښور او نورو بېلابېلو کمپونو کې د افغان کډوالو په خدمت کې وو. هر کال زرګونه زده کوونکي بهر ته د زده کړو لپاره لېږل کېدل. د کرزي او غني په حکومتونو کې اکثره وزیران، والیان، ريئسان، وکیلان او چارواکي د حزب اسلامي له پوهنتونونو او عالي لېسو فارغ شوي وو.
حزب اسلامي په تېرو ۵۲ کلونو کې لوی کارونه او تاریخي لاسته راوړنې لري. خو له بده مرغه د هېواد او اسلام دښمنانو په دې تیرو ۲۵ کلونو کې دومره منفي تبلیغات وکړل چې د هېواد اصلي وارثان یې د قاتلانو او مجرمینو په توګه معرفي کړل او غداران، جنایتکاران، او وطن پلورونکي مجرمین ئې راته اتلان، ملي قهرمانان، ملي مارشالان، ملي متفکران، باباګان او جنرالان کړل!
حقیقت دا دی چې تاریخ او حقایق د هیچا پروا نه ساتي خپل ځان په خپله ښکاره کوي!
