No-IMG

پخواني بې ثباته ناکام، نمایشي، سیاسي مشران د افغانانو له احساساتو نه ډیره ناوړه استفاده کوي

د افغانستان پخواني بې ثباته ناکام نمایشي له بهر نه په افغانانو تپل شوي پرديپاله سیاسي مشران د افغانانو له احساساتو نه ډیره ناوړه استفاده کوي. په هیواد کې هغه اشخاص چې وطن او ملت ئې پلورلی اوسي او د ملت بیت المال ئې لوټ کړی وي، هغوی نه یوازې چې ملت کې ځای نه لري بلکې لطفاً د افغانستان په اوسني وضعیت دې داسې څرګندونې نه کوي چې دا هر څه مستقيم دوی ته راجع کیږي، ډیر د تأسف او د شرم ځای خو دا دی چې نن نړیوال او ګاونډي هیوادونه د دوی په فساد، افغانانو په تعلیمي کچه، اجتماعي، فرهنګي، سیاسي، او اقتصادي برخه کې ورته پیغورونه ورکوي. دوی ټول د دغو پیغورونو مستحق دي د دوی له لاسه د ملت ماشومان له تعلیم او پرمختګ نه محروم شوي دي. د ملت لویه ګناه همدا ده چې په پټو سترګو مجرمینو او خاینانو پسې شاته منډې وهي. له بده مرغه په اخیر کې بیا د ګاونډي هیوادونو لخوا د دوی د بدو کړونو او چټل پیغورونه ملت ته په مراث پاتې کیږي.

خو په هر حال په پاکستان کې د اسلامي هیوادونو کنفرانس د افغانستان د اوسني سیاسي او اقتصادي بحران لپاره یو ښه او نیک پیل دی، شاید دغه کنفرانس د افغانستان  د ولسونو لپاره یو ښه مثبت اقدام واوسي چې دا په خپله د وخت تقاضا ده، حداقل د افغانانو غږ خو به اسلامي نړۍ ته او نړیوالو هیوادونو ته په رسمي او غیر رسمي شکل رسیدلی اوسي.  اوس خو سیاسي لوبې روانې دي افغانان هم مجبور دي چې په حکيمانه ډول مخته لاړ شي.

افغانان په دې ښه پوهیږي چې د اسلامي نړۍ سیاستونه، د دوی حکومتونه او پاليسۍ د بل چا په واک دي، حتی د هغوی  پروژې او پلانونو په منظم شکل عملي کيږي. البته په پاکستان کې د اسلامي هیوادونو کنفرانس دا یو سیاسي او اقتصادي هدف لپاره دائر شوی و.

په ظاهري شکل د کنفراس اساسي هدف د پاکستان او افغانستان سیاسي او اقتصادي ستونزو په رابطه و. حال دا چې عمران خان د کنفرانس په وینا کې واضح وویل چې د افغانستان په جګړه کې تر ټولو زیات نظامي اقتصادي تاوان موږ ته رسیدلې دی، ۷۰۰۰۰ زره سرتیرې مو له لاسه ورکړل او اقتصادي بحران سره مخ یو. نو د دوی له خبرو داسې مالومیږي چې امریکا او ناټو سره د افغانستان په جګړه کې ځانونه شریک ګڼي. نو په دې اساس د اقتصادي مرستو لپاره  هڅه کوي چې د افغانستان په جګړې کې یو څه امتیاز ترلاسه کړي. او بل د کنفرانس ګډونوالو نه د کشمیر او فلسطین په اړه هم غوښتنه وکړه چې دا هم یو مهمه موضوع ده او په اړه ئې خبری وکړئ.

د عمران خان د افغانانو د ښځو د تعلیم په اړه چې کومه څرګندونه کړی، دا یوازې د عمران خان خبره نه ده، دا د غربیانو ۲۵ کلن منفي تبلیغات و چې د افغانانو پر ضد به ئې کول، چې ګواکې افغانان د تعلیم او پرمختګ ضد خلک دي، په خپلو ښځو او نجونو او ماشومانو تعلیمونه نه کوي. حتی دا خبره به غني خیلو او کرزي خیلو هم ورسره زمزمه کوله. دغني او کرزي په حکومتونو  کې به زیاتو لوړپوړي چارواکو دا خبره په جرائت سره کوله چې افغانان بې فرهنګه دي بې تعلیمه او بې سواده دي او ډیرو ځان پلورونکو بې نسبه افغانانو به ورته سترګې غړولې. حقیقت دا دی چې دا د اشغالګرانو او د دوې د غلامانو حامیانو شعارونه او منفي تبلیغاتو نښه ده چې د افغانستان اکثریت قوم پر ضد ئې استعمالوي او تر نن ورځې پورې زمزمه کیږي.

که د غني خیلو او کرزي خپلو شل کلن حکومت او بیت المال په سمه توګه مدریت کړی وای، نن به د افغانستان اکثریت ښځي او سړي به تعلیم یافته و په هر کلي کې به د نجونو او هلکانو مکتبونه او مدرسې وای.

خو له بده مرغه نن چې موږ ته نړیوال او یا ګاونډي هیوادونه پیغورونه او یا توهین آمیز شکل څرګندونې کوي. دا پیغورونه همدغو غني خپلو او کرزي خیلو ته راجع کیږي، دوی د ملت نماینده ګي کوله خپلو چارواکو نه به یې غوښتنه کوله چې د افغانانو د تعلیم او پرمختګ پیسې له بیت المال نه غلا او لوټ کوئ، دا ستاسو مال دی کرزي او غني په خپله د غلا امر ورته کاوه!

افغانان د تعلیم او پرمختګ ضد خلک نه دي، او نه هم جنګ غوښتونکي دي. هغه څوک چې پردي جنګونه او پردیپاله روزل شوي خاینان او مجرمین په افغانانو باندیې تحميلوي، دوی پخپله د تعلیم او د پرمختګ ضد خلک دي.!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک