د محب په خبرو کې خورا ډیر د جنایتونو رازونه مالومیږي
د حمدالله محب دورغجنو شعارونو په نتیجه کې بالاخره خپلو جمهوریت غوښتونکو ته د تیرو شویو بدو کړنو او شومو اشتباهاتو، د نظام پاشلو او د سقوط په رابطه ئې اعتراف وکړ، وائي چې موږ نه و خبر چې نظام به داسې زر سقوط کوي. په داسې حال چې د شش درک ګرین زون د سقوط او ارګ ته نژدې د ډزو له امله موږ تیښتې ته مجبور شوو، موږ نه و خبر چې ګرین زون سقوط کړی و!
د محب په خبرو کې خورا ډیر د جنایتونو رازونه مالومیږي او د دې ټولو بدبختیو اصلي عاملین همدوی و، خو زه ئې جزئیاتو ته نه ځم، خلکو ته ډیر سوالونه پېدا شوي هغوی به خپله قضاوت پرې وکړي.
جو بایډن ډیر په واضح شکل معلم غني ته ویلي و، چې زما لپاره په افغانستان کې د ملت جوړول هیڅ ارزښت او معنی نه لري. موږ د خپلو سرتیرو د ایستلو په اړه نهايي پریکړه کړې او په خپلې فیصلې کلک ولاړ یو.
تاسو شپږ میاشتې وخت لرئ دا به ښه وي چې خپل مینځي مسایل او مشکلات په خپلو کې حل کړئ ګنې خیر مو نه شته.
مګر متاسفانه د معلم غني ادارې د دې توان او صلاحیت نه درلود چې په شپږو میاشتو کې د افغانستان ملت لپاره له خپلو افغانانو سره په سیاسي او افغاني اصولو او قوانینو د نظام او حکومت سرنوشت په رابطه جوړجاړی کړی وای،
له بده مرغه دوی یوازې د ځان لپاره هغه څه غوښتل چې دوی ورته اړتیا وه د ملت او هیواد لپاره ئې فقط نمایشي د باعزته سولې غوښتنه کړه.
بالاخره د وخت په تیریدو سره د تیښتې لاره ئې انتخاب کړه چې دا پخپله هغه چا ته یو لوی تاریخي پیغور پاتې شو چا چې په پټو سترګو د زرکلن او متفکر لپاره قرباني ورکوله! حال دا چې د افغانستان په معضله کې خورا ډیر د روغې جوړې فرصتونه موجود و. خو د پرديپالو کرايه شو مامورینو اخیري انجام يا تیښته وي او یا د خپلو بادارانو په وساطت وژل کیږي.
افغانان نور د تیر شوو سیاستونو او حکومتونو څخه باید عبرت واخلي، ګني د تیر شویو حکومتونو سیاستونو لړۍ به همداسې دوام لري او افغانان به د پردېو ګټو او ارزښتونو لپاره قرباني کیږي.
