د ممتاز جهانگير لیکنی
امریکا او روس هر وخت د افغانستان د سیاسي وضعيت په رابطه خپلو کې جوړجاړی کړی
د امریکا او روسانو تر منځ سیاسي، اقتصادي، او نظامي رقابتونه او اختلافات په خپل ځای، پر هغو بحث نه کړو؛ خو له بده مرغه دغو نړۍوالو ابرقدرتونو هر وخت د افغانستان د سیاسي وضعيت او مسايلو په رابطه خپلو کې جوړجاړی او تفاهم کړی.
پدې مانا چې دوی په خپلو منځونو کې د کمزورو هېوادونو په رابطه د خپلو ملي، سیاسي او استخباراتي ګټو د تامين په خاطر په ډېری مواردو کې مشارکت لري. د همدې مشارکت او سيمه ايزو ګټو د حصول په خاطر دوی مجبور او مکلف دي چې خپلمنځي سیاسي او استخباراتي معاملې وکړي. د دوی لپاره په سیاست کې ناممکنه ده چې له راکړې ورکړې پرته خپلې مشترکې پروژې تطبیق کړي. له پورتني لنډ تحليل مې هدف دا دی چې افغانان باید د نړۍوالو سره یو خپلواکه او متوازنه سیاسي لاره اختیار کړي، ګنې خدای مکړه! د دو...
نور ولوله
د افغانانو تر منځ د يووالي او ورورګلوۍ فضا رامنځته کړئ
هر مسلمان افغان بايد هڅه وکړي چې د خپل اسلامي مسؤلیت په دائره کې د افغانانو تر منځ د يووالي او ورورګلوۍ فضا رامنځته کړي، نه دا چې په دې حساسو شېبو کې په تېرو تاریخي بدبختیو ځانونه مشغول وساتي.
دا هېڅ ښه سیاست او پالیسي نه ده چې د تاريخ په تېرو بدبختيو کې مصروف پاتې شو.
موږ د ماضي خلک نه یو چې د ماضي په اړه خپل نامعقول او نامناسب قضاوتونه وکړو او په ملت کې تشنج رامنځته کړو.
زموږ سياسي او اجتماعي مسؤلیت دا دی چې فعلا ټول تمرکز په ملت راټولونه، د حال پر سياست او د اقتصادي بحران په مخنېوي ورټول وکړو او له ستونزو د خلاصون لپاره معقولانه حل لارې ولټوو. خو له بده مرغه زموږ يو شمېر هېوادوال او په ټولنيزو رسنيو کې لږو ډېر مطرح سياسي اشخاص په ماضي کې بند پاتې دي او ټوله ورځ د تېر تاريخ په اړه لک...
نور ولوله
غربيان ډېر عجیب او پېچلی سیاست کوي، داسې چې د ډېرو پرې سر هم نه خلاصېږي
غربيان ډېر عجیب او پېچلی سیاست کوي، داسې چې د ډېرو پرې سر هم نه خلاصېږي. د ایران ملایان يې په خپل لاس راوستل، اقتدار ته يې ورسول او د مسلمانانو په مقابل کې يې استعمال کړل او کله چې هدف ترلاسه کړ، نو اوس يې په زور له اقتدار نه لرې کوي او په ضمن کې غواړي چې په خپل ملت کې يې بدنام کړي.
همدا اوس د امریکا ولسمشر جوبايډن په ډېرې سپين سترګۍ سره وايي چې موږ به ډیر زر ایران ازاد کړو. دا خبره عادي مه ګڼئ! د ایران ملایانو هر څه په واک او انحصار کې نېولي او همدې انحصار امريکايانو ته پلمه په لاس ورکړې چې د ايراني ملايانو د واکمنۍ پر ضد ايرانی ملت تحريک کړي.
د غرب له دې سياست نه زده کړه پکار ده، او نه چې په لوی لاس بيا امريکايانو ته د لاس وهنې فرصت په لاس ورکړل شي...
نور ولوله
له بده مرغه په فعلي حالاتو کې مسلمانانو او افغانانو د خپل عزت او بريا اصلي لاره ورکه کړې
اسلام څوارلس سوه کاله مخکې د نړۍ ټولو انسانانو او په ځانګړي ډول مسلمانانو ته د علم او تعلیم د زده کړې لارښوونه کړې. دا د اسلام او د لومړيو وختونو د مسلمانانو برکت دی چې نن نړېوال په لوړه سطحه ژوند لري.
د اسلام په تاریخ کې لومړی پوهنتون په ۸۴۱ میلادي کال کې د اروپا د اېټالیا سالرنو ښار کې د مسلمانانو له خوا تاسیس شو، حتی د همدې پوهنتون د محصلینو يونيفورم عربي جامې وې او همدغه عربي جامه وروسته د نړۍ په ټولو تعلیمي مرکزونو کې د فراعت په لباس بدل شو او لا تر اوسه ترې استفاده کیږي.
دوهم؛ په نړۍ کې تر ټولو پخوانی یا لومړی د القرویین پوهنتون دی (University of al-Qarawiyyin)
دا پوهنتون په هغه دوره کې چې د اسلام د زرین دور په...
نور ولوله
پردي پال او مجرمين يو ځل بيا داخلي جګړو ته لاره جوړوي
عجیبه ده په خدای؛
د سرتیرو دنده خو دا ده چې د هېواد او ملت له اسلامي او ملي ارزښتونو په تمامه معنا ساتنه وکړي، نه دا چې په هېواد او ملت خپل ځانونه ور تاوان کړي او په پای کې په تاريخي لحاظ خپل ځانونه له يو تور برخلیک سره مواجه کړي او د پرديو په فرمایش او د هغوی ګټو لپاره خپل ملت ووژني او بیا له خپلو بادارانو سره یو ځای له وطنه تېښته وکړي.
متأسفانه پردي پالو او فراري مجرمینو له بهره د خپلو بادارانو پر مټ د جمهوریت د پخوانيو ملېشو د ژغورنې په نوم تحریک او کمپاین په لار اچولی، څو د تېر په څېر یو ځل بیا د پرديو په واسطه هېواد کې د داخلي جګړو اورونه بل کړي. د هېواد ځمکنيو واقعیتونو ته په کتو سره د پردیو په لاس روزل شوې ملېشې په ملت کې هیڅ ځای او ارزښت نه لري؛ برعکس، له داسې حرکتونو نه...
نور ولوله
د اشغال پر وخت جمهوریتوالو او مقاومت جبهې له افغانانو سره نهايي زیات ظلم او لوی خیانت وکړ
سره له دې چې د اشغال پر وخت جمهوریتوالو او مقاومت جبهې له افغانانو سره نهايي زیات ظلم او لوی خیانت وکړ او بېدرېغه يې پر يوه او بله پلمه له تېغه تېر کړل او څه وخت چې د افغانستان اسلامي امارت له لورې ورته عمومي عفوه اعلان شوه، بيا يې هم له خپل خباثته لاس وانخیست او له بهره يې د خپلو بادارانو پر مټ د افغانستان اسلامي امارت پر ضد د دسيسو پر جوړولو شروع وکړه. که افغانستان اسلامي امارت وغواړي او دغه فراري لنډغران له سیاسي او اقتصادي ګواښونو سره مخ کړي، نو لومړی بايد هغه عامه، ملي او شتمني چې دوی په مختلفو لارو قتل او قتال، غارت او غصب سره را ټوله کړې، بايد ترې کنګل او بیت المال ته تسلیم کړي، څو مجبور شي د پردیو سیاستونو او د پرديو لپاره له جګړو لاس واخلي. د تقابل او مخالفت پر ځای له خپلو افغانانو سره بين الاف...
نور ولوله
هېڅوک دې دا فکر نه کوي چې ټول عمر به د واک پر ګدۍ ناست وي
د اسلام تاریخ له خلفاء راشدینو رانېولې بيا تر ننه خورا د سترو خلافتونو، ډول ډول نظامونو او ډول ډول استبدادي حکومتونه پرله پسې شاهد پاتې شوی، په ياده موده کې سلګونه رنګارنګ واکمنۍ تللي او راغلي دي. هر واکمن چې د قدرت په ګدۍ ناست دی، خلکو ته يې په ډېر شد او مد ويلي چې واکمن نظام بديل نه لري، مګر له څه مودې وروسته يې چې واکمني پای ته رسېدلې، ځای يې بل واکمن نېولی، نو هغه هم بيا د تېر په څېر ځان تر پخواني واکمن غوره او بې بديله ګڼلی. دا عموماً د واکمن نظام فطرت وي چې ځان تر ګردو ښه او غوره ګڼي او په نورو خلکو کې خپل بديل په نظر نه ورځي.
دا سمه ده چې د اسلام له نظره اسلامي نظام بدیل نه لري، خو تر هغه وخته چې خپلې داعيې ته ژمن پاتې وي، خو کله چې خپلې داعيې ته شا واړوي او د ولس روا غوښتنو ...
نور ولوله
په اسلام کې دعوت او مبارزه د يو بنسټيز أصل په توګه مطرح ده
په اسلام کې دعوت او مبارزه د يو بنسټيز أصل په توګه مطرح ده، نه دا چې د شخصي مقام، منفعت او شهرت له پاره ترې استفاده وشي، بلکې يو ستر ديني آرمان او ملي هدف ته د رسېدو له پاره بايد وکارول شي، څو مسلمانان د یو پراخه ديني او ملي لیدلوري په درشل کې خپلو اساسي موخو او اهدافو ته لاره پیدا کړي. خو له بده مرغه زموږ تش په نوم دعوتګر او د شهرت تږي مبارزين نه د دعوت او مبارزې په مفهوم پوهېږي او نه پرې د سر خلاصولو هڅه کوي، یوازې د دعوت او مبارزې ظاهري لېبل د خپلو شخصي ګټو، شهرت او د پرديو د ناوړه موخو د حصول له پاره کاروي. په داسې حال کې چې
الله تعالی خپلو مؤمنو او مخلصو بندهګانو ته د دعوت او اصلاح په لاره کې د ج...هاد او مبارزې ځانګړي شرائط او قوانین وضع کړي او د همدې وضع کړيو أصولو په رڼا او رعايت کې يې د الٰهي نصر...
نور ولوله
په هېواد کې د نړۍوالو غلطو سیاستونو له کبله افغانان په سیاسي او اقتصادي ستونزو کې راګېر دي
په هېواد کې د نړۍوالو غلطو سیاستونو او ناسالمو سياسي رقابتونو له کبله افغانان په پراخو او مغلقو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره راګېر دي. سره له دې چې افغانستان د نړۍ په کچه د هغو هېوادونو د سر په رديف کې راځي چې پراخه طبيعي زېرمې لري، خو له بده مرغه بيا يې هم وګړي د ګدايۍ په دسترخوان ناست دي او نړۍوالو ته يې د سوال لاسونه غځولي.
افغانستان د ځمکې لاندې داسې قيمتي طبيعي زېرمې لري چې ښايي په نړۍ کې يې ساری ډېر کم وي. موږ د ليتيوم دومره پراخه طبيعي زېرمې لرو چې بل هېڅ هېواد يې نه لري. فعلًا په نړۍ کې تېل او ګیس په ختمېدو دي، له همدې کبله نن په نړۍ کې د ليتيوم دوران په غوړېدو او ليتيوم ته اړتيا په ډېرېدو ده. په پرمختلليو هېوادو کې له لیتیوم نه په ګټه اخيستنې برېښنايي موټر او د پاکې انرژۍ د ...
نور ولوله
د افغانستان موقعیت د نړیوالو لپاره یو مهم نظامي او ستراتیژیک مورچل دی
د افغانستان موقعیت د نړیوالو لپاره یو مهم نظامي او ستراتیژیک مورچل دی. نړېوال هیڅکله د دې علاقه نه لري چې افغانستان یو پرمختللی او خپلواک هیواد واوسي. که څوک دا تمه او تواقع لري چې ګواکې دا هیواد به موږ ته بهرنیان جوړ کړي؟ دا به هسې یوه لویه تیروتنه وي او دا د ملت د وخت ضایع کولو په معنا ده؛
ترڅو چې افغانان په خپلو کې لاس په کار نه شي، تر هغه به د بهرنیانو د توطئو ښکار وي. د هیواد جوړول یوازې د افغانانو مسؤلیت دی، نه د بهرنيانو!
...
نور ولوله
شهید مجیب الرحمن انصاري د الله د لاري یو فعال او رښتینی داعي وو
په اسلامي امت کې لوی شحصیتونه او د اسلام خلیفه د لمانځه او د قرآن تلاوت د ادا کولو په مهال د محراب او د حق په ممبر کې د کفارو په لاس شهیدان شوي دي. له بده مرغه څوارلس سوه کاله کیږي چې د مسلمانانو لوی شخصیتونو ډیر په مهارت شکل ترور شوي او تراوسه دوام لري.
شهید مجیب الرحمن انصاري رحمه الله، د الله د لاري یو فعال او رښتینی داعي وو، د حق دعوت يې کاوه. په داسي حال کي شهید شو چي د جمعې فرض لمونځ یې ادا کاوه.
دا منو چې مرګ هر انسان ته به خپل وخت راځي، هر څوک به د مرګ خوند څکي (كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ)
خو افسوس په هغه افغانانو چې د یو مؤمن مسلمان او افغان عالم په وژلو باندې دومره خوشحالي کوي چې د اسلام او افغانیت په چوکا...
نور ولوله
له هیواده افغانان ولې، څنګه او چا تيښتې ته مجبور کړل؟
حقیقت دا دی چې هغه حکومتونه او نظامونه چې د پردېو په شتون کې ایجاد شوي او د دوی په لاس روزل شوي اشخاص په ملت باندې په زور تپل شوي اوسي، نو تر څو چې دوی له تور برخلیک سره مخ شوي نه وي، نه خپل ځان ملامتوي، او نه ئې د خپلو بادارانو د شومو اهدافو په اړه د ویلو جرائت او جسارت ممکن دی. بلکې د خپلو بادارانو د خيال ساتلو په خاطر حتی ډیر په ټيټو سترګو ټوله پړه یوازې د ملت په اوږو اچوي. له بده مرغه د هیواد نه د افغانانو فرار او د تيښتې لړۍ د جمهوریت د (اشرف غني) په واکمنۍ کې پیل شوې او تراوسه پورې دوام لري، او ګاونډي هیوادنه ترې ډک دي.
د افغانستان تعلیم یافته روشنفکره ځوان قشر چې کله د “اشرف غني” په دروغجنو شعارونو اعتماد او ملاتړ وکړو، نو متاسفانه ښاغلي اشرف غني د ځوانانو له پاکو احسا...
نور ولوله
