No-IMG

د افغانستان د اوسني وضعيت کنترول لپاره بايد باصلاحيته ملي او اسلامي اجماع را منځته شي

افغانانو له څو لسيزو راهیسې د اسلامي نظام، د افغانانو په خوښه یو خپلواک حکومت، عدالت، او امنیت، تاامینولو لپاره خورا زیاتې مبارزې او قربانۍ ورکړې. د ټولو افغانانو لوی ارمان همدغه اسلامي نظام او د بهرنیانو د لاس وهنو  پرته یو بشپړ افغان شموله حکومت و.

مګر متاسفانه د افغانستان په تاریخ کې چې هر ډول حکومتونه راغلي دي د بې ثباتۍ ناکامۍ یوازینی علت ئې همدا و چې ولسي ملاتړ او مشروعیت ئې نه درلود، ټوله تکیه او توقع ئې په بهرنیانو وه، او په ضمن کې د بېلابېلو ناخوالو افغان وژنو او نا امنیو، د غلطو سیاستنو او د پردېو په لاس جوړو شویو پاليسېو له امله د حکومت او ولسونو ترمنځ یو لوی واټن موجود و، چې په نتیجه کې ئې نظام او ملت له تور برخلیک سره مخ کړل.

اوس د افغانستان وضعیت خورا ډیر ترینګلی، خطرناک او اضطراري حالت کې قرار لري، حتی په ډیرو هیوادونو کې ډلې ټپلې ورته په کمین کې ناست دي او په پټو او ښکاره توطيئو باندې بوخت دي.

حقیقیت دا دی چې د افغانستان بعضې سیاسي او اقتصادي مسایل په اړه نړیوالو او د منطقې ګاونډي هیوادونو ته مسؤلیت راجع کیږي، دا ځکه چې افغانستان له نورو هیوادونو سره بعضې سیاسي اقتصادي او منطقوي ګډ مشتراکات لري، خو که په سمه توګه ترې دفاع او استفاده وشي دا به د ټولو په ګټه وي.

افغانانو ته د اوسني سیاسي، اقتصادي او دغه اضطراري خطرناک او بحراني وضعیت په ترڅ کې ډیر یو مهم مسؤلیت چې خپلمنځي داخلي اختلافات ختمول دي؛ دې ته باید په غور سره پاملرنه وشي او ژر تر ژره ئې عملي کړي

او زه باور لرم که افغانستان اسلامي امارت وغواړي له اسلامي، افغاني او سیاسي بصیرت او ځیرکتیا نه په سمه توګه ګټه پورته کړي د ملت ملاتړ او ملي مشرعیت ترلاسه کړي، ممکن نړیوال ئې ډیر ژر په اسانۍ سره په رسمیت وپیژني.

د افغانستان اسلامي امارت له مختلفو سیاسي اقتصادي او استخبارتي ننګونو سره لاس او ګریوان دی.

نړیوالو سره سیاسي مشکلات خورا زیات دي. خو تر ټولو مهم داخلي سیاسي او ملي جوړجاړی دی. هر وخت چې یو ملت منظم او متحد وي نړیوال او ګاونډي هیوادونه ئې هم په رسمیت پیژني او هم ورسره سیاسي او اقتصادي تعامل ساتي.

تر څو چې د افغانستان اسلامي امارت په دغه اوسني خطرناکه او اضطراري وضعیت کې  یو باصلاحیته ملي او اسلامي اجماع رامینځته نه کړي فکر نه کوم چې د افغانستان ملي او سیاسي مسایل حل شي.

ملي اسلامي اجماع نه مې هدف ولسي جرګه نه ده، او نه ولسي جرګه د افغانستان مشکلات حل کولای شي. د غني او کرزي له غلطو سیاستونو په نتیجه کې ولسي جرګې خپل ارزښت له لاسه ورکړی.

ملي او اسلامي اجماع نه مو منظور د هیواد هغه مسلکي پوه مشران، علماء او روشن فکره پوه الله پرست ځوانان وروڼه او خویندې دي چې واقعاً د هیواد او ولسونو اصلي نماینده او وارثین پاتې شوي وي، هیواد او ملت ئې نه وي پلورلی لاسونه یې د ملت په وینو نه وي ککړ او په فساد او خیانت کې نه وي ښکیل.

داسې اجماع چې رامینځ ته شي شاید ټول ملت متحد شي او د افغانستان ملي مسایلو لپاره به ډیر ژر د حللارې پیداشي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک