ټول نړیوال او اسلامي هیوادونه د افغانستان د اوسني بشري بحران په رابطه خاموش دي
له شکه پرته د ټولو انسانانو مرګ ژوند د الله تعالی په لاس کې دی، او خپلو بنده ګانو ته د رزق ورکولو ضامن دی او په مختلف شکل ورته وسيله برابروي. څومره چې افغانانستان په مشکلاتو کې ښکیل دي هومره نړېوال هم له ډیرو ننګونو او ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ویل کیږي چې ګویا په افغانستان کې د عامو خلکو اوسط ژوند دري څلويښت کاله دی. د همدوی په شیطاني پلان دري څلويښت کلنې جګړې خو زموږ نسلونه تباه کړل، همدغه ملت دی چې دغو کيمیايي بمونو او باروتو ته تم شوي دي، له بده مرغه سربیره په دې بیا دوی د افغانانو په زخمنو مالګه هم دوړوپ، او خوند ترې اخلي.
اوس وايي چې که د افغانستان بشري او اقتصادي ناورین لپاره په خپل وخت مرستې ونه رسیږي شاید یو ملیون افغانان له مرګ سره مخ شي.
لومړی خو مللل متحد باید خپل مسؤلیت او خپلواکي ثابته کړي، بیا دې داسې ضد و نقيض څرګندونې نه کوي، ټول نړیوال او اسلامي هیوادونه د افغانستان د اوسني بشري بحران په رابطه خاموش دي، په اړه ئې هیڅوک غږ نه پورته کوي. او نه څوک د دې انساني جرم او جنایت مسؤلیت په غاړه اخلي. هغه څوک چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خاموش دي دا یو لوی انساني جرم دی، دوی قصداً او عمداً په خپله انسان وژنې ته یو شکل رسمي مشروعیت ورکوي.
خو له دې ټولو سره سره حکومت که لږ مسئولانه اقدامات واخلي؛ کولای شي چې د دې بشري او اقتصادي بحران څخه خپل ملت وژغوري.
