په غرب کې روزل شوي افغاني تکنوکراتانو په افغانانو څه سرچپه لوبې وکړې
په غرب کې روزل شوي افغاني تکنوکراتانو په افغانانو څه سرچپه لوبې وکړې، له بده مرغه په پټو سترګو د غولوونکو سیاستونو او تپل شوو حکومتونو په نتیجه کې ملت ئې یو ځل بیا د تیر په څير نامعلومه سرنوشت سره مخ کړ، لکه څنګه مو چې په خپلو سترګو ولیدل.
د دوی دغه پردي سیاستونه او تګلاره نه یوازې دا چې بې ثباته او ناکام وه، بلکې د دوی له لاسه هیواد او ملت مو له یو تور برخلیک سره لاس او ګريوان شو. د شل کلنو ناکامو علتونه خورا زیات دي، مګر اساسي لامل ئې دا و چې هغوی ونه توانیدل چې د افغان ملت له رښتينو وارثینو سره د روغې جوړې او ملګرتیا لپاره له اړینو سیاسي مهارتونو څخه کار اخيستلې وای. متاسفانه دوی د هیواد مجرمینو او قاتلانو سره سیاسي ایتلافونو او سهامي حکومتونو او چور چپاول کې ښکیل و.
ښه به دا وي چې اسلامي امارت له تیر شویو ناکامو اشخاصو سیاستونو او حکومتونو نه په غور سره عبرت واخلي، څو دا هیواد او دغه جنګځپلی ملت له اوسني بحران او بدبختیو نه وژغوري.
