No-IMG

له بده مرغه په فعلي حالاتو کې مسلمانانو او افغانانو د خپل عزت او بريا اصلي لاره ورکه کړې

اسلام څوارلس سوه کاله مخکې د نړۍ ټولو انسانانو او په ځانګړي ډول مسلمانانو ته د علم او تعلیم د زد‌ه کړې لارښوونه کړې. دا د اسلام او د لومړيو وختونو د مسلمانانو برکت دی چې نن نړېوال په لوړه سطحه ژوند لري.

د اسلام په تاریخ کې لومړی پوهنتون په ۸۴۱ میلادي کال کې د اروپا د اېټالیا سالرنو ښار کې د مسلمانانو له خوا تاسیس شو، حتی د همدې پوهنتون د محصلینو يونيفورم عربي جامې وې او همدغه عربي جامه وروسته د نړۍ په ټولو تعلیمي مرکزونو کې د فراعت په لباس بدل شو او لا تر اوسه ترې استفاده کیږي.

دوهم؛ په نړۍ کې تر ټولو پخوانی یا لومړی د القرویین پوهنتون دی (University of al-Qarawiyyin)

دا پوهنتون په هغه دوره کې چې د اسلام د زرین دور په نامه یادیږي، د (فاطمه الفهري بنت محمد الفهرية القرشية) په نامه يوې ځوانې او مسلمانې مېرمنې په 859 میلادي کال کې د (Fez Morocco) مراکش په فیز ښار کې تاسیس کړ. د اسلام د مقدس دین له برکته مسلمانان د علم او تعَلّم په لحاظ خورا زيات پرمختللي، متمدن او مترقي حالت ته رسېدلي وو، چې په نتیجه کې ترې ټولې نړۍ د علم او عرفان وړانګې خپرې شوې.

خو له بده مرغه په فعلي حالاتو کې مسلمانانو او بالخصوص افغانانو د خپل عزت او بريا اصلي لاره ورکه کړې او پر ګډو وډو سر دي، له همدې کبله يې ذلت او ناکامي له هر ګامه سره مله ده.

حقیقت دا دی چې علم او پوهه یو نه ماتېدونکی ځواک دی، چې زموږ عزت او بريا دواړه پر همدې ځواک پورې تړلي. دا چې موږ په اوسني پرمختللي عصر کې د عصري ټيکنالوژۍ له پوهې او زده کړې محروم يو، نو ځکه د نړۍ له پرمختللي کاروان ډېر وروسته پاتې يو او د سيالۍ يې نه يو. له بده مرغه زموږ کورني او بهرني دښمنان هڅه کوي چې په خورا تکتيکي او سيستماتيک شکل مو له زده کړو محروم وساتي، او په يوه بله بهانه مو ترې متنفره او بېزاره کړي. په خپل منځ کې مو په وړو وړو خبرو وجنګوي او خپل شوم اهداف راباندې تحميل کړي. د نجونو د تعليم او زده کړو د بندښت مسئله کومه عادي او تصادفي خبره نه ده، بلکې موږ يو ځل بيا د تېر په څېر د یوې نړېوالې سیاسي او استخباراتي لوبې ښکار شوي یو.

د افغانستان اسلامي امارت که واقعاً خپل مسلمان او افغان ملت ته خپلواکه او اسلامي نظام غواړي، نو لطفاً د ملت مشورو او تصاميمو ته دې پوره پوره درناوی او توجه وکړي، صالح اشخاص او افراد دې په حکومت او نظام کې ورسره شریک کړي، څو د نظام او حکومت په دفاع، حمایت او پرمختګ کې ورسره اوږه پر اوږه د خدمت ونډه واخلي. په لکه تازۍ او يو طرفه ډول نظام جوړول ډېر سخت او ناشونی کار دی.

از ما گفتن بود!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک