No-IMG

په اسلام کې دعوت او مبارزه د يو بنسټيز أصل په توګه مطرح ده

په اسلام کې دعوت او مبارزه د يو بنسټيز أصل په توګه مطرح ده، نه دا چې د شخصي مقام، منفعت او شهرت له پاره ترې استفاده وشي، بلکې يو ستر ديني آرمان او ملي هدف ته د رسېدو له پاره بايد وکارول شي، څو مسلمانان د یو پراخه ديني او ملي لیدلوري په درشل کې خپلو اساسي موخو او اهدافو ته لاره پیدا کړي. خو له بده مرغه زموږ تش په نوم دعوتګر او د شهرت تږي مبارزين نه د دعوت او مبارزې په مفهوم پوهېږي او نه پرې د سر خلاصولو هڅه کوي، یوازې د دعوت او مبارزې ظاهري لېبل د خپلو شخصي ګټو، شهرت او د پرديو د ناوړه موخو د حصول له پاره کاروي. په داسې حال کې چې

الله تعالی خپلو مؤمنو او مخلصو بنده‌ګانو ته د دعوت او اصلاح په لاره کې د ج...هاد او مبارزې ځانګړي شرائط او قوانین وضع کړي او د همدې وضع کړيو أصولو په رڼا او رعايت کې يې د الٰهي نصرت وعده ورسره کړې. داسې نو نه ده چې هر لافوک، رياکار او شهرت طلبه ځان ته د داعي او مبارز خطاب وکړي او عوام الناس پرې وغولوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک